افغانستان

پاکستان یو ځل بیا پر کونړ ۱۸۰ توغندي توغولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کونړ امنیتي چارواکي وايي، چې پاکستانیو پوځیانو یو ځل بیا پر کونړ د توغندیو توغولو لړۍ چټکه کړې ده.

د کونړ د امنیې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، تېره شپه پاکستانیو پوځیانو د کونړ پر دانګام ولسوالۍ ۱۸۰ توغندي توغولي، چې ۴ تنه یې ټپیان کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، تېره شپه لس بجې پر دانګام د توغندیو توغول پیل شوي او تر نن سهار پورې روان وو.

پاکستان له تېرو څو کلونو راهیسې پر کونړ د توغندیو لړۍ پیل کړې، چې دانګام، سرکاڼو، شلطن او یو شمېر نورې ولسوالۍ یې ځپلي دي.

په روان کال کې یوازې له شلطن ولسوالۍ څخه ۲۵۰ کورنۍ د پاکستانیو توغندیو له امله بې ځایه شوې وې، چې ډېری تراوسه د کونړ په نورو ولسوالیو کې اوسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x