شعـــــرونه

رزین صاحب وايي: خدایه څرنګه را ټول کړم زما شندلی افغانان

خدایه

خدایه څرنګه را ټول کړم زما شندلی افغانان
دغفلت په تور تورن دار ته ختــــــلی مجرمان

دمرګی په خوب و یده دی څنګه یی ویښ کړم
دظلمت تورو تیا رو کی خوږ پر تلی پردیسان

ددښمن پته تری ورکه خپل منځی جنګ اوجګړوکی
دغلیـ‎‎‎‎‎ــم په خوله یادیږی ورور وژلی شاه زلمیان

دغرور نیلۍ یی مست وی و ی یی اخستـی
دخپلوی لار یی خړوبه پری کرلی لړمــا ن

غم غسی پری اړو لی برګ برګ ګوری
سیب نه وی نه دلی اونه هوری ستړی ستومان

د بدی دفتر یی خلاص وی پکی ناست وی
تاوه وی پکی بریتونه ټول راغلی مرکچیان

نه بدی خلا صه نه کډی په کورپام کوی اوسیږی
بام ته خیزی په نوبت ټول ویریدلی کوچنیان

دغه یی درس دغه یی کتا ب دغه یی قلم سی
یادوی چی سره ټول سی پخوا نی زاړه نرخیان

ټولی هیلی لا نرخی پوری تړلی دی هک پک یم
وی تر څو به غمید لی ځوریــد لی سرګردان

د(رزین) په زړ ه نا سور همدغه دوی دی
هیروای نه شم تور سری او ناز ولی ما شومان

رزین ۲۰/۵/۲۰۱۴

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x