افغانستان

د پاکستاني پلاوي له راتګ وروسته، افغان پلاوی اسلام اباد ته ځي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د پاکستاني پلاوي له راتګ وروسته ټاکل شوې چې یو افغان پلاوی اسلام اباد ته سفر وکړي.

ازادي راډيو د ځينو سرچينو حواله ويلي، چې دغه پلاوی به د هغو اسنادو په تعقیب پاکستان ته سفر وکړي، چې د ملي امنیت رییس او د کورنیو چاو وزیر پاکستاني اړخ ته سپارلي دي.

سرچینې د پلاوي د هویت په اړه نور څه نه دي ويلي.

پرون د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې تهمینې جنجوعه په مشرۍ یوه پلاوی کابل ته سفر وکړ.

که څه هم ځينو رسنیو د پاکستان پلاوی راتګ د وروستیو پېښو په تړاو بللی، خو پاکستاني سرچينو ویلي دا د ګډې همکارۍ په نوم د تګ راتګ لړۍ ده، چې سفر له مخکې پلان شوی و.

پاکستان ژمنه کړې چې د ملي امنیت د رییس معصوم ستانکزي او د کورنیو چارو د وزیر ویس احمد برمک له لوري ور سپارل شوي شواهد په دقت ګوري.

په ورته وخت کې ځينې شنونکي پر دې اند دي چې له پاکستاني چارواکو سره خبرې ګټه نه لري.

له کابله خپرېدونکې مسیر ورځپاڼه د ځینو شنونکو په حواله وايي، چې پر پاکستان د امریکا له فشار او د افغان چارواکو له خبرو وروسته هم هغه هیله نه شي پوره کېدلی چې افغان چارواکي يې لري.

افغان چارواکي په افغانستان کې د بهرنيانو او د هغوی د افغان همکارانو پر ضد مقاومت د پاکستان په همکارۍ بولي، خو پاکستان پرلپسې دا تورونه رد کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x