امريکايي ځواکونه: زرګونه افغانان نیمه ورځ له موږ سره جګړه کوي، نیمه ورځ خپل ژوند پر مخ وړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د امریکايي ځواکونو یو ویاند توماس ګرسبک يوې امریکايي رسنۍ ته ويلي، په افغانستان کې زرګونه تنه داسې شته چې نیمه ورځ له موږ سره جګړه کوي او نیمه ورځ خپل وژند پر مخ وړي.

توماس ګرسبک ډيلي کالر ته ویلي، د طالبانو د اصلي شمېر په اړه دوی نه پوهېږي، خو د جګړې په ډګر کې داسې زرګونه تنه شته، چې نیمه ورځ له بهرنیانو او داخلي امنیتي ځواکونو سره جګړه کوي او نیمه ورځ خپلې ورځنۍ چارې پر مخ وړي.

ډیلي کالر د امریکايي ځواکونو د ځینو قومندانانو په حواله وايي، چې د طالبانو شمېر د پخوا په پرتله درې برابره ډېر شوی دی.

سرچینه وايي، چې له امریکايي قومندانانو سره له خبرو وروسته ورته معلومه شوې، چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د طالبانو ټول شمېر ۲۰ زره تنه و، چې اوس ښايي تر ۶۰ زرو هم اوښتي وي.

په ورته وخت کې سرچينې د امریکايي ځواکونو په حواله ويلي، چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې يې طالبان ځپلي او په وينا يې خپلو موخو ته نه دي رسېدلي.

د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکتوبر له اوومې نېټې د طالبانو پر ضد د ناټو تر چتر لاندې لسګونو زرو تنو تر یوې نیمې لسیزې اوږده جګړه پر مخ یووړه، خو بیا هم د ماتې په درشل ښکاري.

توماس ګرسبک د طالبانو د هغو څرګندونو غیر مستقیم پخلی کړی، چې د بهرنیانو او د هغوی د افغان ملګرو پر ضد روانه جګړه یو بشپړ ولسي مقاومت بولي.

تر دې وړاندې هم ځينو امریکايي قومندانانو منلې وه، چې د دوی او افغان ملګرو پر وړاندې یې افغان ولس جګړه پر مخ وړي.

امریکايي ځواکونه په داسې حال کې د طالبانو شمېر درې برابره ډېر ښيي، چې د افغانستان د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست نږدې هره ورځ پخپلو خبرپاڼو کې د لسګونو تنو طالبانو د نیول کېدو، ټپي کېدو او وژل کېدو دعوې کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د