افغانستان

ویسا: روانه جګړه په زور نه ګټل کېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): له کابله خپرېدونکې ویسا ورځپاڼې په تازه ګڼه کې د افغان او امريکايي چارواکو پر هغو څرګندونو تبصرې کړې، چې پر جګړه يې ټینګار کړی دی.

ورځپاڼه لیکي، روانه جګړه نه په زور ګټل کېږي او نه هم د جګړې له لارې د سولې راتګ امکان لري.

سرچينې د ډونالډ ټرمپ او د افغان چارواکو له لوري پر جګړه ټینګار د ولس پر وژلو، ورانېدلو او بحراني کېدلو ټینګار بللی دی.

«طبيعي ده چې د دغسې تګلارو پايله د جګړو توندېدل، د كليو ورانېدل، له كلي كور نه كډه كېدل دي چې دا ټول د يوه ولس د بدمرغۍ او د بحران دوام په معنا دي.»

ورځپاڼه په افغانستان کې امریکا د جګړې اصلي علت بولي او په وینا يې له زرګونه کیلو مټره راغلي دغه ځواکونه په لوی لاس جګړه سړېدو ته نه پرېږدي.

«زموږ په هېواد كې روانه جګړه په زور نه ګټل كېږي او نه دا منطق لري، له زرګونه كيلومټره لرې هېواده راغلي پوځونه چې د خپلې امپراتورۍ لپاره اور بلوي، دغسې جګړې هېڅكله هم سړېدو ته نه پرېږدي.»

د سرچينې په وینا امریکا د یرغل له پیله «تر ننه داسې تګلارې پلې كوي چې پر جګړو تمركز لري. پوځونه زياتوي، بمبارۍ او د شپې چاپې، ان د «مور بم» په څېر د خطرناكو وسلو كارول د دوى په ستراتېژيو كې شامل دي.»

ورځپاڼې افغان چارواکي هم پر دروغ ویلو تورن کړي او په وينا يې هر کال يې دا دروغ ویلي چې سږ کال به د طالبانو د ځپلو او له منځه وړلو کال وي.

وړمه ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني په تازه څرګندونو کې پر طالبانو غږ وکړ، چې خپل بریدونه دې وغندي.

د هغه په خبره هر طالب چې خپل برید نه غندي، دی ورسره خبرو ته تیار نه دی.

نوموړی دا پلمه وروسته له هغه کوي، چې څو ورځې وړاندې ټرمپ هم له طالبانو سره د سولې د خبرو په تړاو نېغ انکار وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x