افغانستان

پنټاګون: افغانستان ته د نورو عسکرو لېږل رد کړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د امریکا دفاع وزارت وايي، افغانستان ته يې د نورو عسکرو لېږل په نیت کې نه دي.

سپوتنیک اژانس د امریکا د دفاع وزیر جیمس مټیس په حواله وايي، امریکا افغانستان ته د نورو عسکرو د لېږلو نیت نه لري.

مټیس وايي، دوی خپله ستراتېژي اعلام کړې ده، هغه له خبريالانو سره په خبرو کې ويلي، که افغانستان ته د ځواکونو د لېږلو په اړه پوښتئ او «زرو یا پنځو زرو عسکرو ته مو اشاره وي، نو ویلی شم چې موږ تر اوسه په دې اړه کوم تصمیم نه دی نیولی.»

وړاندې تر دې ځینو امریکايي رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل، چې پنټاګون د زرو او پنځو زرو نورو عسکرو لېږلو هوډ لري.

واشنګټن پوسټ لیکلي و، چې د امریکا د دفاع وزارت د زرو نورو عسکرو د لېږلو نیت لري.

پنټاګون وروسته له هغه د ځواکونو لېږل رد کړي، چې ځينو امریکايي رسنیو او څېړونکو په افغانستان کې د امریکا وضعیت تر بل هر وخت پر ډېر بدوالي اندېښنه وښووده.

د کارولینا پوهنتون د امنیتي چارو کارپوه پروفیسور وړاندې له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ويلي و، چې د افغانستان جګړه د امریکا لپاره ګټونکې نه ده او په دې هېواد کې يې وضعیت تر بل هر وخت خراب شوی دی.

دا په داسې حال کې دی چې افغان چارواکو تازه پر جګړه ټینګار کړی او دعوه يې کړې چې د جګړې له لارې به سوله راوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx