نړۍ

په افغانستان کې د وژل شوې همجنسبازي خاونده د کونډتوب امتیازات اخلي

نن ټکی آسیا: په امریکا کې د یوې همجنس بازې ښځې په نامه خاوند ته چې مېرمن یې په افغانستان کې وژلې شوې ده د مسلحو قواؤ د چارو له ریاست څخه خبر ورکړل شوی دی چې دې ته به د نورو همجنس بازو کونډو ښځو او سړیو په څېر د دولت له لوري امتیازات ورکول کېږي.

 د ملي پوځ د ګارډ یوه ضابط ټریسي ډایس جانسن وویل چې دا مسئله اوس نوره هم مهمه ده ځکه چې دغه امتیازات د تېرو وختو دي، چې د هغې د ښځې د مرګ له نېټې سره چې د ۲۰۱۲ په اکتوبر کې په افغانستان کې ووژل شوه، سمون خوري.

د دې پېښه د سترې محکمې د هغې فیصلې څخه چې په ۲۰۱۳ کې یې کړې وه، ترسره شوې چې د هغې فیصلې له امله د واده د قانون ځینې مادې منسوخ شوې دي. جانسن وویلې، دا یوه ډېره اوږده او طولاني پروسه وه خو په آخر کې یې پایلې هم معلومېدې.

د دغو امتیازاتو په ډله کې د خپلوانو او د غرامت او خسارت تأدیات هم شامل دي چې د وژل شویو والدینو، مېړونو، ښځو او ماشومانو ته ورکول کېږي. په ۲۰۱۳۴ کال ددغه غرامت میاشتنی مبلغ ۱۲۳۳ امریکایي ډالره دی او جانسن ته به دغه مبلغ د هغې د ښځې د مرګ تر نېټې ورکول کېږي.

جانسن چې د خپلې ښځې له وژل کېدو یې وروسته په قانوني ډول خپل نوم بدل کړی دی، ځینې روغتیایي، تعلیمي او نور امتیازات به هم ترلاسه کړي. د جانسن ۲۹ کلنه ښځه ضابطه ډونا جانسن چې د امریکا د پوځ د ملي ګارډ کارکوونکې وه د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر د میاشتې په لومړۍ نېټه له دریو نورو همکارانو سره په افغانستان کې په یوه برید کې ووژل شوه.

د معلوماتو سره سم، ډایس او جانسن د امریکا په پوځ کې هغه لومړنۍ همجنس بازه جوړه ده چې د ( مه پوښتنه کړه او مه غږېږه) تر لغو کېدو وروسته په ویر او مصیبت اخته کېږي. دوی د ۲۰۱۲ کال د فبرورۍ د میاشتې په ۱۳مه افغانستان ته د جانسن تر راتګ دمخه چې په اګست کې ولاړه وه، واده کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x