افغانستان

د زابل ښاروال درې میلیونه افغانۍ تښتولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د زابل سرپرست ښاروال  له درې میلیونه افغانیو سره یو ځای پاکستان ته تښتېدلی دی.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال مني، چې ښاروال درې میلیونه افغانۍ تښتولي او لا درکه شوی دی.

د سیال په خبره، محمد طیب شپږ میاشتې وړاندې د زابل سرپرست ښاروال ټاکل شوی و، دوه ورځې وړاندې غیب شو او پیسې یې هم وړي دي.

دی وايي، ځینې وايي چې د ډیورنډ پولې اخوا کوټې ته تللی او ځینې وايي چې د هېواد دننه یې ځان پټ کړی دی.

ده ډاډ ورکړ چې امنیتي ځواکونه یې د نیولو په هڅه کې دي او ډېر ژر به د قانون منګولو ته وسپارل شي.

یاده دې وي، له دې وړاندې هم د زابل پخوانی ښاروال د اداري فساد په تور له دندې ګوښه شوی و او محکمې ته ورپېژندل شوی و؛ خو تراوسه نه محکمه شوی او نه د کړي فساد پوښتنه ترې شوې ده.

افغان چارواکي تل د اداري فساد پر ضد د مبارزې خبره کوي او نړیوالو ته ډاډ ورکوي چې اداري فساد به ډېر ژر ختم کړي.

افغانستان اوسمهال په نړۍ کې پنځم فاسد هېواد دی، چې هر کال میلیونونه افغانۍ پکې رشوت ورکول کېږي او یا یې چارواکي نورو هېوادونو ته لېږدوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

Mr. Hamid Karzai was receiving money from Iran and US and was depositing it in his private account, WHY?? did he tell the people how much money he received and what happens to it, this was the start of corruption

اجمل

( ) صاحب ستا خبره سمه ده ، دوی د هماغه فاحشو حیثیت لری هره فاحشه د خپلو لونډانو په زور چه څه تر لاسه کولای شی هغه تر لاسه کوی او چه د تپلو وخت راشی نو فاحشی په حتی پاکو میرمنو هم خپل لونډان د دی امله مخکی له مخکی تپی وایی چه هغه پاکی یی راته یاد نه کړی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x