د هېواد سياسي او امنيتي وضعيت په کوم لوري روان دی؟

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز

د بلخ ولايت د واک پر سر د سياسي کشمکش اوږدېدو او پرله‌پسې امنيتي پېښو، په هېواد کې د سياسي او امنيتي بې‌ثباتيو د زياتېدو اندېښنې زياتې کړې دي.

که څه هم د بلخ د واک پر سر شخړې تراوسه امنيتي تاوتريخوالی نه دی لرلی؛ خو د دغې موضوع د حساسيت او ترينګلتيا په تړاو اندېښې ځکه زياتېږي، چې لومړی په افغانستان کې د امريکا سفير او وروسته بيا نېغ په نېغه سپينې ماڼۍ په دې تړاو څرګندونې وکړې.

دا وضعيت داسې مهال دی، چې په هېواد کې د امنيتي وضعيت خرابوالي هم عام افغانان اندېښمن کړي او يوازې په تېرو دوو اوونيو کې پلازمېنه کابل د څو خونړيو بريدونو او چاودنو شاهد و، چې سلګونه تنو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

دا چې د هېواد سياسي او امنيتي وضعيت په کوم لوري روان دی، د دغه وضعيت لاملونه څه دي او ايا د ملي يووالي حکومت به دغه وضعيت قابو کړای شي کنه، هغه پوښتنې دي، چې دلته مو ځواب کړې دي.

روان سياسي کړکېچ

تېره يوه‌نيمه لسيزه او په تېره بيا د ملي يووالي حکومت په تېرو دريو کلونو کې د هېواد سياسي وضعيت کړکېچن و او داخلي اختلافاتو د هېواد پر سياسي پرده خپل دروند سيوری غوړولی و؛ خو اوس دغو سياسي بې‌ثباتيو نوی رنګ اخېستی او په تېره بيا د حکومت پر وړاندې د واک جزيرې پياوړې شوې ښکاري.
کله چې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د بلخ لپاره نوی والي وټاکه او د دغه ولايت پخواني والي عطا محمد نور د ارګ د دغې پرېکړې پر وړاندې مقاومت وکړ، لومړی ځل شو چې د حکومت يوه سيمه‌ييز چارواکي په لوړه کچه د مرکزي حکومت واکمني وننګوله، د حکومت پرضد يې د خپلو پلويانو پرله‌پسې غونډې جوړې کړې او حکومت ته يې بېلابېل اخطارونه ورکړل؛ خو په ځانګړې توګه ارګ بيا تراوسه په ښکاره ډول د نوموړي توندو څرګندونو او ګوتڅنډنو ته ځواب نه دی ويلی.

د دغه جنجال له اوږدېدو سره، د امريکا د ولسمشر مرستيال مايک پنس له ولسمشر غني سره په ټېلېفون خبرې وکړې، وروسته په کابل کې د امريکا سفير په دې تړاو څرګندونې وکړې او ورپسې سپينې ماڼۍ هم په يوه ويناپاڼه کې خپل دريځ روښانه کړ. د دې ترڅنګ په ملګرو ملتونو، افغانستان او عراق کې د امريکا پخواني سفير او د امريکا اوسني ولسمشر ته نژدې کس زلمي خليلزاد په يوه مرکه کې د عطا محمد نور پرضد څرګندونې وکړې. کوم څه چې ظاهرا له ملي يووالي حکومت څخه د ښاغلي نور په مقابل کې د امريکا د ملاتړ ښکارندويي کوي. خو په ټوله کې په دې اړه دوه ډوله تحليلونه شته دي:

لومړی؛ دا چې نړيواله ټولنه او په ځانګړې توګه امريکا په افغانستان کې د واک د جزيرو له پياوړي کېدو په وېره کې ده؛ ځکه د افغانستان په قضيه کې د نورو نړيوالو لوبغاړو ښکېلتيا ورځ تر بلې زياتېږي او دا به هغه څه وي، چې په سيمه کې به د امريکا اوږدمهالې ګټې وننګوي.

دويم؛ دا قضيه د ۲۰۱۴ کال د جنجالي ټاکنو او اېتلافي حکومت د جوړولو په څېر بله سناريو ده او په دې توګه د افغانستان بحران ته نوي اړخونه ورکول کېږي او نړيوال لوبغاړي د دغه بحران په ژورېدو کې خپلې ګټې لټوي.

امنيتي بې‌ثباتۍ

د سياسي بې‌ثباتيو ترڅنګ، د هېواد امنيتي وضعيت هم ورځ تر بلې په خرابېدو دی. په کابل کې د تېرو دوو اوونيو خونړيو پېښو د خلکو پام له سياسي کشمکشونو امنيتي بې‌ثباتۍ ته واړاوه. په انټرکانټننټل هوټل بريد او ورپسې په صدارت څلور لارې کې خونړۍ چاودنې نژدې ۱۵۰ تنه ووژل او تر ۲۵۰ ډېر يې ټپيان کړل. په دغو بريدونو کې ملکي خلکو ته پراخه مرګ ژوبله واوښته.

که څه هم، ظاهرا د طالبانو وروستيو بريدونو له دغې ډلې سره د سولې پر بهير ژور اغېز وکړ او لومړی امريکا او بيا افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرې تحريم کړې؛ خو تر دغو بريدونو دمخه د افغانستان په تړاو د امريکا له پوځي تګلارې جوته وه، چې د جګړې ستراتېژي تر لاس لاندې ده او له همدې کبله دا اندېښنه له وړاندې موجوده وه، چې ۲۰۱۸ کال به د افغانانو لپاره خونړی وي.

په کابل کې له خونړيو بريدونو وروسته، د طالبانو له‌خوا يوې خپرې شوې اعلاميې څخه ښکاري چې دغه ډله له سياسي پلوه او په ځانګړې توګه د روغې جوړې په برخه کې له پامه غورځول شوې وه او هم له نظامي اړخه په هېواد کې د ډېرو وسله‌والو سخت‌دريځو ډلو د شتون په تړاو د حکومت څرګندونو، افغان حکومت ته د طالبانو نظامي ګواښ پيکه ښودلی و؛ نو ځکه طالبانو غوښتل په دغو بريدونو سره فشارونه وارد کړي. خو په کابل کې د وروستيو امنيتي پېښو اغېزې د طالبانو لپاره خورا منفي وې.

په ټوله کې بنسټيزه ستونزه د سولې پر ځای د جګړې ستراتېژي ده، چې دا هرڅه يې ممکن کړي دي. افغان حکومت د سولې په تړاو تراوسه ټول تمرکز پر دې کړی، چې پر پاکستان فشار راوړي، څو وسله‌وال طالبان سولې ته اړباسي؛ خو پاکستان که له يوې خوا نه غواړي، له بلې خوا داسې برېښي چې دا چاره د پاکستان له وسه پوره نه ده.

د امريکا جګړه‌ييزه تګلاره هم د دې لامل هم شوې، چې د سيمې ځواکمن هېوادونه دلته د امريکا له حضور څخه په وېره کې شي او د دولت له وسله‌والو مخالفينو سره د مرستو تر کچې اړيکې جوړې کړي. کوم څه چې په راتلونکي کې د سولې او روغې جوړې شونتيا نوره هم کموي.

پايله

اوسمهال داسې برېښي، چې حکومت به د اوس په څېر سياسي مخالفتونو ته ډېر پام ونه کړي؛ خو تر ډېره به هڅه وکړي، چې د بلخ د واک پر سر رامنځته شوې شخړې ته د پای ټکی کېږدي. بيا به هم د ارګ او بلخ ولايت ترمنځ د وروستي کړکېچ هواری د ملي يووالي حکومت لپاره په اوسني وخت کې سخته دوسيه وي.

په ټوليز ډول تاوتريخوالي ته د دغې قضيې د وتلو شونتيا کمه برېښي؛ خو د دغه جنجال د اوږدېدو اندېښنې زياتې دي او د دغه کشمکش اوږدېدل به د دغې قضيې تر شا د نړيوالو لوبغاړو د رول تحليلونه هم تقويه کړي.

د هېواد امنيتي وضعيت بيا تر ډېره له طالبانو سره د امريکا او بيا افغان حکومت د سولې او جګړې له تګلارې سره تړلی دی. په اوسني وخت کې داسې ښکاري، چې امريکا، افغان حکومت او د حکومت وسله‌وال مخالفين ټول به پر جګړې تمرکز ولري او دا وضعيت به نور هم د خرابېدو په لور ولاړ شي. د امنيتي بې‌ثباتيو زياتوالی به د حکومت سياسي مخالفينو ته د فشارونو واردولو زمينه هم جوړه کړي او نېغ په نېغه به د سياسي اختلافاتو پر زياتېدو او ژورېدو هم اغېزې وکړي. پای

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د