fbpx

تاریخ تکراریږي د بندتیمور د غمیزي په تړاو

لیکنه : عزام حقاني

په لومړي صلیبي جنګ کې چه د ټولي اروپا قوتونو د مسلمانانو په سیمو باندې د وږو ملخانو په څیر هجوم راووړ او غوښتل یې چې د مدیترانې سمندر شاوخوا ټولې سیمي د مسلمانانو له واکه وباسې او د مسلمانانو لومړۍ قبله بیت المقدس تر خپل تسلط لاندې راولې ، چه تر ډیره حده په دي شومه اراده کې کامیابه شول ، خو په مسلمانانو باندي الله جل جلاله د خپل رحمت دروازې پرانیستي د سلطان نورالدین زنګي او سلطان صلاح الدین ایوبي په څیر مشران او آمیران یې پکې پیداکړل ، چه صلیبیانو ته یې غاښ ماتوونکې ماتې ورکړي او شرمیدلي یې د مسلمانانو له سیمو څخه وشړل او دمسلمانانو لمړنۍ قبله یې دوهم ځل ازاده کړله.

نو هغه وخت کې هم چه کله به د جګړې په ډګر کې صلیبیانو ماتې وخوړه انتقام به یې له مظلومو او خالي لاسو مسلمانانو اخیسته شهیدانول به یې بیګار کمپونو کې به یې ساتل چه هغه داسي ځای وو چي له انسانه به یې د هډوکو کالبوت جوړاوه.

نن ورځ هم چې کله امریکایان او ملګري یې د طالبانو په وړاندي په جنګ کې تلفات وګوري نو انتقام یې له بې وسو ښځو ، ماشومانو اوسپین ږيرو اخلې.

کفارو څخه ګیله کول په کار نه ده ځکه دوئ غواړي په ټوله نړۍ د صلیب بیرغ ورپوي نو د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره موږ هم وژني او خپل ځانونه به هم له لاسه ورکوي.

په اوسني وخت کې هم کفري طاقتونه د مسلمانانو په وژلو او تباه کولو کې د خپلو پخوانیو نیکونو او مشرانو څخه کم نه دي په بو سنیا ، فلسطین، کشمیر،چیچین، او عراق کې چې څه وشول د نړۍ ټول خلګ پرې ښه خبر دي.

نو نن چی کوم وحشتونه او ظلمونه په افغانستان کې د دوئ لخوا کیږي کومه نوې خبره نه ده .

خو افسوس د هغو بې ننګو او بې غیرتو پر حال باندی چې د دې کفارو تر اجنډا لاندي د مسلمانانو په وژلو لګیا دي ، او د دې وحشیانو بربریت او ظلم په یو او بل نوم تمثیلوي.

صلاح الدین آیوبي رحمه الله به ویل: زه د نړۍ له ټولو کفارو سره مقابله کولی شم خو یو ایمان پلورنکي سره مقابله راته سخته ده.

د کابل بې واکي او غلامي ادارې د بند تېمور په بريد کې په ډیره سپین سترګۍ سره ټول وژل سوي مظلوم هیوادوال طالبان ونومول ، شرمیدلو انتظار باسئ د حساب شیبې رالنډي سوي دي!

د الله جل جلاله نصرت ډیر رانژدي دی ،

الله ته هم نور د مظلومانو آه او زارۍ د برداشتولو نه دي ، ژر ده چه له يوي مخې مو د هلاکت کندي ته ور وغورځوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د