fbpx

د مؤمني ښځي حياء او حجاب!

لیکنه : احمد جنید مبارز

ممکن دا ليکنه ډېر دوستان ونه لولي خو زه يې ځکه نشر کوم چي زموږ مسؤليت دی او پر مسلمانو ښځو خويندو، ميندو زموږ پېرزوينه ده؛ که چيري دا ليکنه تاسو ترپایه ولولئ نو ان شا‌ء الله د يوې زاويې څخه به مو معلومات اضافي سي او د بلي زاويې څخه به د کفارو او منافقو مسلمانانو د مؤمنو ښځو سره په دښمنۍ خبر سئ، دا ليکنه د اصلاح په نيت نشر او شېر هم کړئ

اسلام په هر ځاى او په هر وخت کي انسان حياء ته را دعوتوي او د بې حيايۍ او فحشاء څخه يې منع کوي، چي د همدې حياء په برکت سره انسان خپل ځان او ټولنه د حيوانانو څخه بېلوي او ځان ته نړۍ جوړوي . او همدا حياء ده، چي د ساليمي ټولني د جوړولو سر چينه جوړوي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : حياء د ايمان يو برخه ده او ايمانداره به وجنت ته ځي او بې حيايۍ د بدۍ څخه ده او بدکاره سړى به و دوږخ ته ځي. (احمد او ترمذي)

کفار او د حياء په وړاندي د هغو مبارزه:

د اسلام د سپېڅلي دين د اعلانېدو سره سم د اسلام دښمنانو په شومو او کرغېړنو د سيسو لاس پوري کړئ او تر خپله وسه يې هڅه وکړې، چي په مختلفو لارو سره د اسلام د خپرېدو مخه ونيسي نو د هيڅ ډول ذلالت او سپکاوي څخه يې لاس نه دی اخيستی او تر خپله وسه يې د ذلالت څخه ډکي د سيسې د اسلام پر ضد کارولي دي، چي يوه د هغو څخه د حياء له منځه وړل او پر ځاى يې د بې حيايۍ تخم کرل دي.

دا چي حياء د ايمان يوه برخه ده نو د اسلام دښمنان تل په دې هڅه کي دي، چي د حياء په له منځه وړلو سره د مؤمن مسلمان ايمان ته ضرر ورسوي، د ټولني څخه يې حياء، اسلامي دود او دستور پورته کړی او پر ځاى يې مسلمان ملت ته فحشاء، بې حيايي او شهوت پرستي ډالۍ کړل، چي دا د کفارو يوه ستره وسيله ده. تاسي وګورئ چي اوس وخت کي په فېسبوک او عامو رسنيو کي د ښځو د حقوقو نعرې وهل کيږي او ددوی اصلي هدف د مؤمني ښځي بې حيایي، بربنډتوب، فاحشتوب، او ډمبتوب دی؛ فېسبوک کي داسي تش په نوم مسلمانان هم سته چي د بهرنيو مؤسيسو لخوا ورته خورا په لوړ معیار معاشات ور کول کيږي، ددوی فعالیت په فېسبوک کي د مؤمني ښځي بربنډه او فاسده ازادي ده؛ ښکاره مثال يې د (‌ډېوه نیازۍ) په نوم يوه بې حياء او د مؤمنو ښځو دښمنه ده دا پر خپل فېسبوک په خورا بې حیايۍ سره فعاليت لري، ډېوې په خپل شهواني تبليغاتو زيات ځوانان ځان ته را جلب کړي دي او هم يې بې غيرته کړي دي چي ددې شهوت پرستۍ او بې حيایۍ ته په پوره معنا ژمن دي او د تائيدۍ چکچکي ورته وهي. ممکن زما دا خبره پر ډېرو بده ولګیږي خو دا هغه حقایق دي چي سترګي پر پټول او خوله بندول ورباندي غیراسلامي کړنه ده.

بل خوا کفار د حجاب پر بندیز خورا ستري دسيسي پکار اچولي دي؛ حجاب ، چي د اسلام د سترو اواميرو څخه شمېرل کېږي او د حياء په قايمه ولو کي ستره ونډه لري، د اسلام دښمنانو په ښکاره يرغل پر وکړ، چي څرګند ثبوت يې د فرانسې د ولس مشر سرکوزي هغه ويناده ، چي ويل يې : اسلامي حجاب بايد له منځه ولاړسي دا ځکه چي دا دښځو په ازادۍ کي ستر خنډ دی .
ډېر د تعجب خبره ده، چي د ښځي عزت ساتل، ټکرى يې پر سر ور اچول د وحشي سترګو څخه يې خوندي ساتل د ښځي په ازادۍ کي خنډ ګرځي خو هغو ته د حيوانانو په څېر ژوند ورکول يعني بربنډ ګرځېدل، بې عصمته کول په نړۍ والو بازارونو کي د لالۍ ته وړاندي کول، د هغوی څخه خپلي وحشي ، شهواني او حيواني غوښتني پوره کول د ښځي حق او ازادي بولي، د دې څخه يې بل هيڅ مطلب نه دی بېله دې څخه، چي مسلمان امت کمزورى کړي.

☜ اې خوري ! ته پوهېږې او ځان پېژنې چي ته څوک يې د څه لپاره پيدا سوی او څنګه ژوند بايد وکړې د الله جل جلاله او ځان پېژندني په چاپېریال کي سترګي و غړوه د يقين په آینه کي خپل سيرت او صورت ته ځير او پام وکړه ښه اوبد، روا او نا روا، ظلم او تجاوز، عدل او انصاف، دوست او دښمن، نېک او بد، ښه و پېژنه په رڼو او له عبرته څخه په ډکو سترګو وګوره چي ستا د حياء او ناموس دوستان ډېر دي که دښمنان ستا خوا خوږي ډېر دي که بد خواهان؟!

☜ اې خوري! کفري نړۍ زيار باسي چي ستا له سره د حياء پوړنی ليري کړي او پر ځای يې د خپلي شرمېدلي ديموکراسی تاج کښېږدي چي ستا هر څه په کښي ليلام او بې ارزښته سي ستا بدن لوڅ او بربنډ کړي ستا ستر مات کړي او ستا اواز د خلکو تر غوږونو ورسوي.

☜ اې خوري ! پام کوه ستا د سر ټکری ستا لپاره سکندري ديوال دی باخبره او هوښياره اوسه که دا ديوال دي الله جل جلاله مه کړه ونړاوه نو ستا ټول ژوند او ځواک به ولوټول سي دا دېوال خو ستا د حرم او حياء ساتونکی ستا د عفت نګهبان او ستا د ناموس محافظ دی.
دا ستالپاره هم په ظاهري او هم په باطني ډول د ډېر قيمت او ارزښت لرونکی دی دې ته په سپک او ټيت نظر و نه ګورې ځکه چي دا ستا د همت تاج د عزت نښه او د اسلامي کلتور نه ماتېدونکی برج دی.

☜ اې خوري! پام کوه د يوې با ارزښته مرغلري حيثيت لرې، الله جل جلاله مه کړه که ستا حياء او ناموس په قصدي او لاشعوري ډول له لاسه ووځي بيا به ستا قيمت او ارزښت د دښتي او بيابان له کاڼو څخه هم کم او ټيټ وي بيا به ټول عمر د يو صافې حيثيت لرې چي څوک به لوښي درباندي صفاء کوي.

☜ اې خوري ! دا حجاب او په هغه پورې اړوند آداب ستا د حرم ساتونکي د حياء او ناموس محافظ او ستا د عزت او سرلوړی ضامن دي دا هغه لوی او نه ماتېدونکی حصار دی چي ستا د ژوند هر څه پکښي خوندي او ساتلي دي ، تا له هر مضر انسان څخه ساتي ستا د نن او سبا ډېر رازونه او عذرونه يې پټ او محفوظ ساتلي دي ته يې د غيرت او شرافت په معنادارو لفظونو کي پوښلې يې. دښمنان غواړي ستا د حرم کيلۍ له همدې لاري لاس ته راوړي. د عزت دښمنان اول ستا له سره د حياء پوړنی ليري کوي او بيا ستا ښکلا او حيا ليلاموي دا وحشيان ستا سبا ته نه ګوري د دوی ستا د نن سره کار دی فقط ديوه ګړي لذت او خوشحالۍ لپاره ستا ټول ژوند برباد وي او ستا د يوې خولې خندا لپاره تاته ټول عمر وېر، ژړا اوفرياد درکوي.

☜ اې خوري ! دا هغه شرمېدلي مکاران دي چي د ميني د شربت په نامه تاته د ابدي نيستی او ذلت زهر درکوي د دوی په کتاب کي د رحم او کرم ټکی نسته دوی د عزتونو لوټماران دي ستا مظلوميت او محروميت ته نه ګوري فقط ديوې لحظې لذت مزې او خوشحالۍ لپاره ستا له ژوند او بقاء سره لوبي کوي دتندي تور اونه پاکېدونکی داغ درته پاتي سي د پېغورونو دکتاب لړی شروع سي ته هر چيري خواره، ذليله، د حسرت او نا امېدی تر او ښکو لاندي د پټو فريادونو په اور وسوځې.

☜ اې خوري ! دا خلک د یوه انسان د حیاء قاتلان نه دي بلکي دا د يوه پاخه امت او سر لوړي ملت لوڼي بې عفته کوي د شهوت او فحشآ اډې جوړوي بې غيرتي رواجوي او د انسان کرامت او بشرې نزاکت له بېخه باسي دا ځنګلي ژوند کوي او د هر چا لپاره د ځنګل قانون خوښوي دوی د هر معنادار لفظ څخه يو بې معنا لفظ جوړوي لکه څنګه چي د انسانانو د حياء او آبرو غله دي همداسي با ايمانه او غيرتي قومونه د نیستۍ او بربادۍ ابدي کندي ته غورځوي.تعلیم الاسلام مجله- ۶ ګڼه

الله رب العزت دي زموږ د مؤمنو ښځو د حیاء حفاظت وکړي، الله دي لومړی ماته او ورپسې تا لوستونکي ته د عملي کولو توفیق را په برخه کړي. امین یارب العالمین

زیاتونه او ترتیب : احمدجنید مبارز

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د