طالب جانه/ عاکف مهاجر

عاکف مهاجر

طالب جانه زما زړه دې رانه وړی
طالب جانه زه په تا باندې مین یم
طالب جانه په نامه باندې دې ویاړم
طالب جانه ستا د ژوند په ستر کتاب کې
چې لیکلي ښه درانه دي
د زمزم په اوبو لیک دي
د کتاب دې درانه توري
څه ځلیږي لکه ستوري
طالب جانه د بلا ملا دې ماته
په ګونډو دې کینولی
طالب جانه بس یو ته یې
چې باطل دې څملولی

طالب جانه د وطن لیلا درګوري
پرې باران د مینې اوري
طالب جانه لږ یې تاته زړګی ښه ده
لکه مات زړګی یې بیا چې پرهریږي
بیا یې ورک پیزوان پیداشو
بیا یې زړه په تا شیدا شو
بیا یې هیلې راژوندی شوې
بیا یې ژوند یوه خندا شو

طالب جانه ته د لارې یو مشال یې
طالب جانه ته اذان د ورک بلال یې
ستا په غږ به مونږه ټول تر تا رادرومو
له مسجد د ازادۍ یو اذان وکړه
د ښامار په خوله کې ماتې کړه ورداړې
د وطن شیرینه ستا په مینه ناسته
د راتلو دې اوس له وخته لارې څاري

طالب جانه ګلبشره درته نعرې کړي
د جومات په دروازه درته ولاړه
یو څو نورې ګلبشرې هم ورسره دي
طالب جانه اوس یې جام په لاس کې نشته
طالب جانه اوس یې لاس په وینو سور دی
ها چې تا ته یې په مینه وو نیولی
هغه ګل یې اوس له لاسه غورزیدلی
طالب جانه اوس یوه بله ټپه وایي
خوب مې لیدلی چې بلا مې درنه وړینه

طالب جانه د وطن د باغ بلبله
د وطن د هر ګلزار ښایسته ګله
دا وطن په تا ښایسته ده ښه ښکاریږي
دا وطن دې بې تا نشي ګل ګلابه
طالب جانه د عاکف د وطن خاوره
هره سمه هره ګاره اوس تا غواړي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د