شعـــــرونه

د شهید ځوانيمرګ سپين غر له قلمه

اسدالله سپین غر

دا ده اوزګار شومه له غمه مې دمه واخيسته
له دنيا لاړم مـا له ژونده اجـــــازه واخيسته

نړۍ له خدايه باغــــي شــوي ده خبره نده
نړۍ ورانيږي ما يې داسي انــدازه واخيسته

ما به چ‌ې ستا نوم کړو سندره بيا تر ډيره وخته
غرونو به هم هغه کــــراره زمزمه واخيسته

زما او ستا تر منځ واټن به شايد نور پيدا شي
لکه پنجاب چې نن تورخم ته دروازه واخيسته

ها احمدزی اسد الله سپين غر دې نه پيژانده؟
لاړ په اوږو يې څو زلميو جنـــازه واخيسته

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x