نړۍ

د پاکستان د تر ټولو مشهور تلویزیوني چینل د تړلو امر وشو

نن ټکی آسیا: د پاکستان د حکومت په غوښتنه د پاکستان د بریښنايي رسنیو ادارې د دغه هېواد د تر ټولو مشهورې تلویزیوني شبکې د تړلو امر ورکړ.

د دغه امر په اساس به نن-سه شنبه- د شپې تر ۱۲ بجو پورې د جیو تلویزیوني  شبکې پر خپرونو ، اړونده چینلونو او د هېواد په ګوټ ګوټ کې ددې شبکې دفترونو د بندولو حکم پلي شي.

د پاکستان د بریښنايي رسنیو د ادارې -پېمرا- چارواکو او جیو تلویزیونې شبکې ترمنځ وروسته له هغې ناندرۍ او اختلافات را پورته شول، چې څه موده وړاندې د دې شبکې پر یوه مخکښ خبریال -حامد میر- باندې په کراچۍ ښار کې مرګونی برید وشو او له برید سره جوخت د دې حملې پړه د پاکستان پر استخباراتي شبکې او د هغې پر مشر واچول شوه.

د پاکستان د بریښنايي رسنیو ادارې یوه غړي اسرار عباسي نن بېګاه رسنیو ته وویل، چې د دوی ادارې پرېکړه کړې چې د جیو شبکې ټول اړونده چینلونه او دفترونه وتړي. نوموړي څرګنده کړه، چې د نن شپې ۱۲ بجو ته به د جیو نیوز، جیو تیز او جیو انټرنټمنټ چینلونه وتړل شي او لیسنسونه یې هم منسوخ شوي دي.

د یادې ادارې غړي دا هم وویل، چې د روانې میاشتې پر ۲۸ نېټه به د دغې شبکې د لایسنسونو د منسوخولو د پریکړې په باب یوه غونډه هم را وبلله شې.

د کارپوهانو په اند،  د جیو او حکومت ترمنځ په را ولاړ شویو ناندریو کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف او د پاکستان د استخباراتې شبکې مشر ډېر رول لوبولی.

د جیو تلویزیونې شبکې مسؤلینو د پریکړې په باب تر دې مهاله هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x