افغانستان

ولسمشر غني وايي، د ۱۶۴ جنرالانو تقاعد يې لاسليک کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د راپورونو پر بنسټ ولسمشر غني، د افغان پوځ ۱۶۴ جنرالان تقاعد کړي دي.

غني په خپله رسمي ټويټر پاڼه د ياد شمېر جنرالانو تقاعد خبره کړې او زياته کړې يې ده چې د اصلاحاتو راوستو لپاره يې دغه چاره ترسره کړې او په وينا يې چې راتلونکې کې به هم دغې لړۍ ته دوام ورکړي.

ويل کېږي، د افغان پوځ په ليکو کې ډیری کسانو د تنظيمي جګړو پر مهال رتبې ترلاسه کړي، پوځي زده کړې نه لري، د شخصي اړيکو، زورواکۍ او يواځې په جګړو کې د برخې اخيستو له کبله د جنرالۍ رتبو ته رسېدلي دي.

پوځي شنونکي، د هېواد اوسني خراب امنيتي وضعيت ته په کتو په يو وخت د دومره ډېر شمېر جنرالانو تقاعد کول د اندېښنې وړ بولي.

د دوی په باور، د يادو جنرالانو له تقاعد سره ښايي د افغانستان امنيتي وضعيت نور هم خراب شي.

تر دې مخکې داسې راپورونه ورکول شوي، ګنې د پوځ دغې تقاعد شويو جنرالانو دېرش سلنه به د مليشه يي ځواک په برخو کې په کارونو وګمارل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د ولسي جرګې يو شمير غړو د جنرالانو د تقاعد پريکړه غير قانوني بللې وه او په وينا يې ولسمشر واک نه لري چې د قانون په موجوديت کې په خپل فرمان د پوځ لوړپوړي جنرالان تقاعد کړي.

دغه راز په مشرانو جرګه کې د خلکو استازي شېرمحمد اخوندزاده ويلي و، چې د پوځ با تجربه جنرالان او افسران تقاعد کول د دې لپاره دي، ترڅو پر ځای يې داسې بې تجربې کسان وګمارل شي چې بهرنيان يې د خپلو موخو او غوښتنو لپاره وکاروي.

د کابل نيوز د راپور پر اساس، امریکا متحده ايالات غواړي افغانستان د يوې منظمې اردو پر ځای يو وړوکی پوځ ولري او زياتوي چې دا د بن کنفرانس په لومړیو کې له امريکا څخه د پاکستان د مهمو غوښتنو څخه يوه وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شیرزاد

په دی بی سواده او غیر مسلکی جنرالانو افغان اردو به هیڅکله قوی نه شی نو ښه به دا وی دوی په کورونو کی کینول شل او سمه مسلکی اردو جوړه شی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x