ورزش

پاکستان کې جوړ شوي فوټبال توپونه نړیوال جام کې استعمالیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د پاکستان صناعتي ښار سیالکوټ کې جوړ شوي فوټبال توپونه به په روسیا کې د روان ۲۰۱۸م  کال کېدونکي نړیوال جام کې استعمالیږي.

له دې وړاندې د پاکستان فوټبال توپونه په  ۲۰۱۴م نړیوال جام کې په سیالکوټ کې جوړ شوي توپونه هم استعمال شوي وو، چې یو ځل بیا د روان کال لپاره نړیوال فدراسیون اعلان کړی چې ددغه ځای جوړ شوي فوټبال توپونه به په نړیوال جام کې استعمال شي.

ددې خبرې پخلی په پاکستان کې د روس سفیر الیکس ډيډوف وکړ، او زیاته یې کړه چې پاکستان په ځانګړي ډول د لوبو په سامان جوړولو کې یو صناعتي هېواد دی او دا به ددوی لپاره یوه ښه تجربه وي، همدا ډول هند هم د لوبو سامان جوړولو کې نړیوال نوم لري او ددوی مختلفې کمپنیانې نړیوال شهرت لري.

که څه هم د پاکستان لوبډله ددغې جام برخه نه ده او تر اوسه د فوټبال په جدول کې ۱۹۸م نمبر لري، خو د لوبو لپاره ددوی جوړ شوي سامانانو په لویه کچه استعمالیږي.

د یادونې وړ ده چې د فوټبال یوویشتم نړیوال جام به په روسیا کې د جون میاشتې په ۱۴مه نېټه پېل کیږي او د جولایي په ۱۵مه به پای ته رسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x