نن په انځورونو کي
د ۱۱ سپتمبر په یاد کې میوزیم – انځورونه
نن ټکی آسیا: د امریکا متحده ایالاتو په نیویارک کې د ۱۱ سپتمبر د پيښي په یاد یو میوزیم جوړ کړی، چیري چي د هغې پيښي په تړاو د انځورونو ګالري او د نړیوال تجارتي مرکزونو د تخریب شوي تعمیرونو څخه چي څه روغ په لاس ورغلي، هغه یې د یادګاري په خاطر په کښي ځای پر ځای کړي دي.
دا میوزیم چې د عامو خلګو پر مخ خلاص شوی، ددې په خاطر جوړ شوی، چې ددغي پيښي یاد ورک نه شي، او همیشه د امریکایانو په ذهن کي ژوندی پاته وساتل شي.
ددې میوزیم یو څو انځورونه لاندي دي:

ددې میوزیم د لومړنیو کتونکو څخه اکثریت هغه کورنۍ وې چې په تجارتي مرکز کې خپلوان له لاسه ورکړي وه.

یو شمېر نسبتا سالم پاته شوي سامانونونه

نن په ۲۱ مئي دا میوزیم د عوامو پر مخ خلاصیږي.

د ۱۱ سپتمبر په ورځ تر ټولو لومړني ځان ژغورونکو د ډلي څخه ژوندي پاته شوي کسان د افتتاح په ورځ د سټیج خواته ځي

د افتتاح په مراسمو کې ولس مشر باراک اوباما هم ګډون وکړ، او حاضرینو ته یې وینا وکړه

د اور وژني د عملې څخه د یوه کس پاته شوی هلمیټ (خولۍ)، په ۱۱ سپتمبر زیات شمېر د اور وژني عملې کسان هم د خپلي دندي په وخت تر تعمیر لاندي او ووژل شول

د میوزیم څخه د باندي د وژل شویو کسانو کورنۍ د ولس مشر باراک اوباما وینا اوري.

هغه کسان چي وژل شوي، د هغوی نومان په یوه دیوال باندي لیکل شوي.

یوه ښځه خپل د قریبانو په یاد کې اوښکي تویوي.

د وژل شویو کسانو په یاد کې د هغوی د دوستانو له خوا را ټول شوي کارډونه، عکسونه او پيغامونو مجموعه



د نړیوال تجارتي مرکز د تعمیرونو د نړېدو د صحنې یو انځور


د هغو الوتکو پاتي شوني، کوم چې د نړیوال تجارتي مرکز سره وجنګېدلې


نسبتا سالمه پاته شوې زینه



په دیوال لیکل شوي: یوه ورځ به هم پاکه نه کړي تا (۱۱ سپتمبر) د زمانې له یاده. مطلب کله به هم امریکایان دا ورځ هیره نه کړي.

د یو تلویزون او انټینا پاته شوني




دا عینکې او پوښ یې هم د تعمیرونو د کچره پورته کولو په وخت کې تر لاسه شوي.