افغانستان

پکتیا: پاکستاني ځواکونو پر صفري نقطه د پوستو جوړولو هڅه کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د پکتیا ځايي چارواکي وايي، پرون پاکستاني ځواکونو پر صفري نقطې د پوستو جوړولو هڅه وکړه.

د پکتیا د والي وياند عبدالله حسرت دعوه کوي، چې د پاکستاني ځواکونو د دې هڅې پر وړاندې خنډ شوي او بریا ته يې نه ده پرېيښې.

هغه له رسنیو سره په خبرو کې وویل، پاکستاني ځواکونو غوښتل چې په ډنډ پټان ولسوالۍ کې پوستې جوړې کړي، خو افغان سرحدي ځواکونو يې مخه نیولې ده.

حسرت وايي دوی هڅه کړې چې پاکستاني ځواکونه پوستو جوړولو ته پرې نه ږدي، په وينا يې ځواکونه تیارسئ حالت کې دي.

په یاده سیمه کې چې پاکستاني ځواکونو پکې پوستې جوړولې، دواړو خواوو ته د مقبلو او منګلو قومونه مېشت دي.

په ورته وخت کې پر کونړ د پاکستان توغندیزو بریدونو کې څلور تنه ټپیان شوي دي.

د کونړ امنیه قومندانۍ وايي، تېره شپه شاوخوا لس بجې پاکستاني پوځيانو ۱۸۰ توغندي راتوغولي چې د کونړ په دانګام کې لګيدلي دي.

تېره ورځ کابل د یو پاکستاني پلاوي کوربه و، چې موخه يې د ګډې همکارۍ په توګه د نا امنۍ مخنیوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x