افغانستان

ځینې بنسټونه: د ټاکنو کمیسیون د راتلونکو ټاکنو په تړاو هیڅ ګام نه دی اخیستی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): نن په کابل کې په يوه غونډه کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په چارو خبرې وشوې، چې ځينو بنسټونو يې د راتلونکو ټاکنو په تړاو هڅې صفر وبللې.

د خپلواکو او رڼو ټاکنو د بنسټ غړي حبیب الرحمن ننګ وویل، د ټاکنو کمیسیون د راتلونکو ټاکنو د مهمو برخو په تړاو هیڅ ګام نه دی اخیستی.

د هغه په خبره تر اوسه د رایه ورکوونکو د لیستونو په برابرولو، د رایې اچونې د مرکزونو په متوازن کولو، د ځينو ټاکنیزو حوزو د کوچني کولو او عامه پوهاوي په برخه کې هیڅ نه دي شوي.

هغه د غوراوي د کمېټې د کار په اړه هم شک وښود او ويې ویل چې داسې کسان يې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون غړیتوب ته معرفي کړي چې د سیاسي ډلو ټپلو تر واک لاندې دي.

په ورته وخت کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې «نی» مشر مجیب خلوتګر هم وايي چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د چارو په اړه له رسنیو سره د معلوماتو نه شریکول د اندېښنې وړ دي.

په ورته وخت کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون نوي مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد ژمنه وکړه چې په راتلونکو ټاکنو کې به د دې کمیسیون خپلواکې عملاً ثابته کړي.

هغه په ډاډ وویل، چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د چارو په اړه دې څوک اندېښنه نه کوي.

ټاکل شوې راتلونکې پارلمانې، ولایتي او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به د ۱۳۹۷ لمریز کال په چنګاښ کې ترسره شي.

د شنونکو په باور د تېرو ولسمشریزو ټاکنو ناندریزو پایلو پر ټاکنیزه پروسه د ولس باور صفر کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x