ورزش

د راشد خان لوبډله د بیګ بیش لیګ جام ګټونکې شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د استرالیا په بیګ بیش لیګ سیالیو پایلوبه کې د راشد خان لوبډلې هوبارټ هورایکنز لوبډلې ته په ۲۵ منډو ماتې ورکولو سره د سیالۍ اتله شوه.

دغه لوبډله په لومړي ځل د بیګ بیش لیګ پایلوبې ته لار موندلې وه چې مخالف لوبډلې ته ماتې ورکولو سره یې ددې لیګ لومړی جام خپل کړ.

راشد خان له نیمه پایلوبې وروسته د خپلې لوبډلې په خاطر پایلوبه پریښې وه او په عربي اماراتو کې له خپلې لوبډلې سره یوځای شوی دی.

نوموړي په بیګ بیش لیګ کې ۱۱ لوبې ترسره کړې، ټول یې ۴۴ اورونه کړي، ۲۴۹ منډې یې ورکړي او ۱۸ زیاتې ویکټې یې ترلاسه کړي، چې ورپسې ډاین براوو هم ۱۸ ویکټې ترلاسه کړي، خو راشد خان په غوره اوسط سره لومړی نمبر خپل کړ.

پایلوبه کې د راشد خان لوبډلې د ۲ ویکټو په سوځېدلو ۲۰۲ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا جیک ویدرایلډ د ۸ شپږیزو او ۹ څلوریزو په مرسته په ۷۰ توپونو ۱۱۵ غوره منډې جوړې کړې چې د بیګ بیش لیګ په تاریخ کې دریېمې غوره منډې دي.

په ځواب کې د هوبارټ لوبډلې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۷۷ منډې جوړې کړې او د ۲۵ منډو په توپیر یې پایلوبه کې ماتې وخوړله.

د لوبې غوره لوبغاړی جیک ویدرایلډ، او د هورایکینز لوبډلې اوپنر آرسي شورټ تر ټولو زیاتو (۵۷۲) منډو جوړولو سره د لړۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x