نړۍ

د مالیزیا پخوانی لومړی وزیر: د الوتکې په ورکیدا کې د CIA لاس درلودلو احتمال

مالیزیا کې د واکمن ګوند فعال غړی، پخوانی لومړی وزیر، او په اسلامي نړۍ کې مشهور سیاست پوه مهاتیر محمد وایي کیدای شي د مالیزیا د بې درکه الوتکې ورکیدا کې د بهرنیو استخباراتي کړیو لاس وي.

دوه میاشتې وړاندې د مارچ په ۸ مه نیټه د مالیزیا یوه بوینګ الوتکه چې ۲۳۹ مسافر پکې سپاره ول، د پلازمینې کوالالمپور له هوايي ډګره تر الوت یو ساعت وروسته په حیرانوونکي ډول ورکه شوه چې تر نن ورځې پورې یې کومه کره نښه او نښانه نده موندل شوې.

مهاتیر محمد په خپلې فیسبوک پاڼې کې د یوې اوږدې لیکنې په ترڅ کې غوښتنه کړې ده چې باید لږ پدې خبرې هم فکر وکړو چې کیدای شي د مالیزیا د الوتکې ورکیدا کې د ځینو هیوادونو د استخباراتي کړیو لاس وي.

نوموړی زیاتوي: دا به له عدالت نه لرې وي چې موږ ټول مسؤولیت د مالیزیا په هوايي شرکت واچوو، او دا چې نړیوالې خبري رسنۍ د الوتکې په لویدلو کې د الوتکې د جوړونکې کمپنۍ بوینګ او یا د امریکا د استخباراتو (CIA) لاس درلودل نه څیړي او نه شک پرې کوي واقعا د حیرانتا خبره ده؟!

پخوانی لومړی وزیر مهاتیر محمد زیاتوي چې نن سبا دا امکان لري چې یوه الوتکه دې سقوط وکړي، خو په الوتکو کې د څار او ځای ښودنې وسایلو ته په کتلو سره دا هیڅ امکان نلري چې یوه الوتکه بلکل نادرکه شي، له همدې امله ویلی شو چې دې الوتکې کې دا ټول وسایل په قصدي ډول له کاره غورځول شوي وه، خو دا چې چا له کاره غورځولي وه د فکر وړ خبره ده.

مهاتیر محمد د یوه لیکوال (جون کرافت) په هغې لیکنې استدلال کړی چې په کال ۲۰۰۶م کې د (فلایت ګلوبل) په ویب پانې کې نشر شوې وه، او دا یې څرګنده کړې وه چې ځینې نړیوالې ادارې لکه د امریکا د استخباراتو اداره د (اتومات پيلوټ) په مټ کولای شي چې له لرې څخه الوتکې کنترول کړي، په ځانګړي ډول کله چې ترورستان هڅه وکړي چې د پیلوټ خونه ولکه کړي.

نوموړی ټینګار کوي چې د (اتومات پیلوټ) د سیستم په اړه لازیات توضیحات پکار دي، ځکه دی دا سیناریو نشي منلی چې الوتکه دې داسې په څپو کې کوزه شي او د سکوت په دریاب کې دې ډوبه شي!

د مهاتیر محمد په اند کیدای شي د همدې سیستم په مټ له نږدې او لرې څخه چا د الوتکې کنترول له پیلوټ څخه اخستی وي؟
له همدې امله په الوتکې پسې لټون هسې بیځایه وخت او مال مصرفول دي، ځکه دده په اند الوتکه لویدلې او ورکه نه، بلکې د چا له لوري غلې شوې ده.

سعید الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x