fbpx

د سوريې په شمال کې اووه ترکي پوځيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د سوريې په شمال عفرين ښار کې د ترکي پوځيانو د عملياتو له پيله تېره ورځ د ترکي پوځيانو لپاره تر ټولو خونړۍ وه او له کردي ډلو سره په جګړه کې يې اووه پوځيان په يوه ورځ له لاسه ورکړي دي.

د ترکيې دفاع وزارت وايي، چې د خپلو پوځيانو د غچ لپاره يې په عفرين سيمه کې پر کردي ملېشو هوايي بريدونه زیات کړي دي.

د ترکيې د دفاع وزارت په وينا، چې پنځه پوځيان په يوه ټانک کې سپاره وو، چې د مخالفينو له لوري پرې بريد وشو، پنځه واړه په کې ووژل شول او دوه نور په يوه بله پېښه کې وژل شوي دي.

د ترکيې صدر اعظم بن علي يلدرم ويلي، چې د دغو پوځيانو د وژل کېدو په غبرګون کې يې خپل هوايي ځواک ته امر کړی، چې د کردي ملېشو پر مرکزونو خپل بريدونه دوه چنده زيات کړي.

د بن علي له څرګندونو سمدستي وروسته ترکي الوتکو په عفرين کې د کردي ملېشو تر واک لاندې سیمو باندې بمبار پيل کړی دی.

له تېرو دوو اونيو راهيسې ترکيې د خپلې جنوبي پولې په اوږدو کې د سوريې په شمال عفرين ښار کې د کردي ملېشو پر ضد ځمکني او هوايي عمليات پيل کړي او ترکيه وايي، چې دغه کردي ملېشې د ترکيې له بېلتونپالو کردي ياغيانو سره مرستې کوي او بايد د ترکيې پولې ته څېرمه د دغو کردي ملېشو مرکزونه له منځه يوسي.

امریکا د سوريې کردي ملېشو سره د داعش ضد جګړو کې مرسته کوي، خو ترکيه وايي، چې امریکا بايد د دغو کردي ملېشو له ملاتړه لاس واخلي او تور پورې کوي، چې دغه کردي ملېشې د ترکيې له بېلتونپالو کردانو سره مرستې کوي.

په تېرو دوو اونيو کې د ترکيې له لوري په عفرين ښار کې د عملياتو د پيل راهيسې  د وژل شوو ترکي پوځيانو شمېر ۱۴ ته رسېدلی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د