افغانستان

بدخشان کې لسو پوله ساتو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د بدخشان امنیتي چارواکي وايي، په شهربزرګ ولسوالۍ کې لسو سرحدي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بدخشان د امنیې قومندانۍ د امنیت امر سید جهانګیر کرامت په خبره، تېره شپه سرحدي ځواکونو او د نشه يي توکو له قاچاق وړونکو ترمنځ وسله واله نښته شوې، چې له امله یې څلور تنه سرحدي پولیس وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د کرامت په خبره، یادو قاچاق وړونکو یوه میاشت مخکې د تاجکستان په خاوره کې د دغه هېواد یو سرحدي پولیس هم وژلی و، چې بیا یې تاجکستاني چارواکو له افغانستان سره خپله پوله تړلې وه.

دی وايي، په دغه نښته کې قاچاق وړونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې؛ خو کره شمېره یې په ډاګه کړې نه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x