ورزش

حمید حسن ټپي شو او د زمبابوې په وړاندې له سیالیو بهر شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د افغانستان ملي لوبډلې نامتو چټک توپ اچونکی حمید حسن د زمبابوې په وړاندې په تمریناتي کیمپ کې له ټپي کېدو وروسته له سیالیو بهر شو او د درې اوونیو لپاره د ډاکټرانو لخوا د استراحت مشوره ورکړل شوه.

د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا په خپاره شوې خبر کې ویل شوي:

“له بده مرغه د کرکټ ملي لوبډلې تیز توپ اچونکی حمید حسن په تمریناتي کمپ کې ټپي شوی او نوموړي ته د روغتیایي مسؤلینو له لوري د درې اوونیو استراحت ورکړل شو”.

د ملي لوبډلې او په ځانګړي ډول دده مینوالو لپاره د اندیښنې وړ خبره ده چې تېز توپ اچونکی له ډیرې مودې وروسته نړیوالو لوبو ته راستون شو چې اوس له ټپي کېدو ورسته یو ځل بیا له سیالیو بهر شو.

دا په داسې حال کې چې افغان ملي لوبډله د زمبابوې ملي لوبډلې پر وړاندې د ۲ شل اوریزو او ۵ یو ورځنیو لړۍ پېل کېدونکې ده، چې لومړی شل اوریزو لوبه به سبا د دوشنبې په ورځ د ماښام په ۷:۳۰ بجو په شارجه نړیوال لوبغالي کې ترسره کیږي.

حمید حسن د افغان لوبډلې له لومړیو غوره چټک توپ اچونکو څخه دی چې د غوره “یارکر” ویشتلو سره په ملي لوبډله کې ځانګړی نوم لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x