تصویر؛ طالبانو د خلکو ستونزې اوري

ولایتي شورا: نورستان کې د حکومت بې پروايي، خلک طالبانو ته ور مات کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د نورستان ولایتي شورا وايي، د مرکزي حکومت نه پاملرنې د دې ولایت خلک د طالبانو ملاتړ ته هڅولي دي.

د دې شورا رییس انجینر سعیدالله پاینده زوی وايي، سیمه ییز حکومت یوازې پر مرکز او یوه ولسوالۍ واک لري، چې د حکومت او ولس تر منځ فاصله د دې علت شوي، چې خلک د طالبانو ملا وتړي.

د هغه په خبره په دې ولایت کې شته ستونزې د دې علت شوي چې د ولس او حکومت پاتې اړيکي هم له منځه لاړې شي.

پژواک خبري اژانس د هغه له قوله وايي، چې حکومت ته یوازې مرکز او واما ولسوالۍ ور پاتې ده، د نور ټول ولایت واک له طالبانو سره دی.

Paindazoy-paj

انجينر سعیدالله پاينده زوی، د نورستان د ولایتي شورا رییس

پاینده زوی وايي د نورو ټولو ولسوالیو اویا سلنه واک له طالبانو سره دی، امنیتي مسوولین یوازې پخپلو مرکزونو کې مېشت دي.

دا په داسې حال کې دی چې تازه د حکومت اجراییه رییس هم پر جګړې ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې خپل مخالفین به د جګړې له لارې له پښو وغورځوي.

تر اوسه مرکزي حکومت د نورستان د ولایتي شورا د رییس پر څرګندونو کومه تبصره نه ده کړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د