افغانستان

اجرائیه رئيس: له طالبانو سره مرسته د حکومت له منځه کېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ملي یووالي حکومت اجراییه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ومنله، چې له طالبانو سره مرسته د حکومت له منځه کېږي او طالبان تر خپلو اهدافو رسوي.

نوموړي نن په پروان کې د دې ولایت لپاره د نوي والي د پېژندلو په غونډه کې وویل، د وروستیو بریدونو په تړاو یې یو شمېر کسان هم نیولي او د نورو د نیول کېدو پلټنه هم روانه ده.

له دې وړاندې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک هم ویلي وو، چې له طالبانو سره لوړ پوړي امنیتي چارواکي مرسته کوي او تر مهمو ځایونو یې رسوي.

د تېرې جمعې په ورځ د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي هم ویلي وو، چې له طالبانو سره د حکومت دننه مرسته کېږي او په امنیتي لیکو کې ډېر نفوذي کسان لري.

تېره میاشت په ننګرهار کې د اربکیانو د قومندان له لوري د امریکايي عسکرو د وژل کېدو وروسته طالبانو ویلي وو، چې په امنیتي لیکو کې نفوذي کسان لري او د ورته بریدونو په تمه ناست دي.

طالبانو په تېرو دوو اوونیو کې د کابل په انټرکانټینټل هوټل برید وکړ او څو ورځې وروسته یې د کورنیو چارو وزارت په پخوانۍ ودانۍ کې د موټر بم برید وکړ، چې ګڼو پولیسو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x