نظــر

د طالبانو پر مالي سرچینو بریدونه څومره دقیق دي؟

سید شریف

افغانستان کې دیرغلګرو ځواکونو یو ویاندکان فولکنر لویدیځو رسنیو ته ویلي چې: د طالبانو دمالي سرچینو دوچولو په موخه یې ځانګړې عملیات او هوایې بریدونه پیل کړي، هر هغه ځای به په نښه کیږي چې دطالبانو دمالي منابعو ګومان پرې کیږي.نوموړي ویاند زیاته کړې چې په تېرو درو میاشتو کې یې دطالبانو ۳۰ لابراتوارونه ویجاړ کړي چې له امله یې طالبانو ته ۲۰ ملیونه ډالره زیان اوښتی دی.څه وخت وړاندي د یرغلګرو لوی قوماندان جنرال نیکولسن په یو ویډیویې کنفرانس کې دمرکې په مهال وویل چې وروستیو هوایې بریدونو یې طالبانو او دهغوی ملاتړو ته ۴۸ ملیونه ډالره تاوان رسولی دی.

زیاترو رسنیو د یرغلګرو ځواکونو پورته ذکر شوي ادعاوي – چې دجګړې یو لوری دی- بدرګه کړې، نه یې په د ې اړه دجګړې دمخالف لوري ( طالبانو) دریځ وپوښت او نه یې هم د واقعیتونو دراسربیره کولو په موخه سیمي ته خپل استازي ولیږل، مګر د یرغلګرو ادعاوي یې په پټو سترګو ومنلې او په خورا دلچسپۍ یې نشر کړې. ځینو رسنیو خو پر همدې ادعاوو د سیاسي چارو له ماهرینو سره مرکې وکړې،ګیردي میزونه یې پرې جوړ کړل او دجګړې د یو لوري دبې شواهدودعواوو پر استناد یې طالبانو ته داوښتي زیان او کمزورۍ خورا نادر ارقام وړاندي کړل.متاسفانه دطالبانو پر ضد روانه تبلیغاتي او رواني جګړه کې کارپوهانو هم خپل منطق بایلود.

د ټرمپ دنوې جنګي ستراتیژۍ له اعلان سره چې په ګران هیواد کې کوم عملیات او بریدونه پیل شوي زیات زیان یې بې دفاع افغان ولس ته رسیدلی دی. په وروستیو هوایې بریدونو او چاپو کې په زرګونو ولسي وګړي شهیدان او ټپیان شوي، کورونه، مسجدونه، مدرسې، ښوونځي، کلینیکونه او دعامو خلګو دراکړي ورکړي سیمه ییز بازارونه بمبار شوي دي، خو په ډیر تاسف سره چې پر ولسي خلګو حملې او تلفات یې پر طالبانو بریدونه نومول شوي دي.د ډیري خواشینۍ وړ لاداچې وروسته د ګډ حکومت چارواکو او ملاتړو یې دطالبانو په نوم دافغان مظلوم ولس پر مرګ ژوبله او کور نړیدنه دخوښۍ چکچکې هم کړي دي.

راځئ وګورو دطالبانو پر مالي سرچینو ادعاء شوي بریدونه څومره دقیق دي،په دې بریدونو کې واقعا دطالبانو مالي منابع په نښه شوي او که دولسي خلګو دراکړي ورکړي مرکزونه، دوکانونه او ملکي تاسیسات له منځه وړل شوي دي.

دوې میاشتې وړاندي اشغالګرو ځواکونو دهلمند ولایت ددیشو ولسوالۍ مربوط د برامچې سرحدي ښارګوتی بمبار کړ، په بمبار کې په سلګونو دوکانونه ویجاړ شول،په لسګونو ملکي وګړي شهیدان شول او خلګو ته زیات مالي زیان واوښت.تر برید وروسته یرغلګرو او ګډ حکومت اعلان وکړ چې طالبانو دمخدره موادو کارخانې یې ویجاړي کړي دي.

تر پورته ذکر شوي بمبار وروسته دهلمند ولایت دموسی کلا ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ښایسته بازار په نوم یو سیمه ییزه بازار باندي یرغلګرو اوحکومتي ځواکونو دشپې مهال چاپه ووهله،ګډو ځواکونو دچاپې په مهال په لسګونو د رختونو، خوارکي موادو او سون توکو دوکانونو او موټرو ته اور واچاوه.د سوځول شوو مالونو دمالکانو په وینا په دغه چاپه کې ملیونونه تاوان ورته رسیدلی دی.دوی په یوه ویډیو کې هغه راپورونه په کلکه ردکړل چې ګني دلته مخدره مواد پلورل کیدل او نمیه سوځول شوي دوکانونه او مالونه یې د بېلګې په توګه لیدونکو ته وښودل چې وګورئ دا مخدره مواد دي او که خوارکي توکي او داړتیا وړ لومړني اجناس او رختونه.

د عامو خلګو دراکړي ورکړي پر مرکزونو بریدونه تېره جنوري کې نور هم ډیر شوي، لاندي یې څو بېلګې دي.

د۲۰۱۸ز، کال دجنوري په ۲مه نیټه دهلمندولایت دګرمسیرولسوالۍدسفار په سیمه کې پر یوبازار یرغلګرواو داخلي عسکرو چاپه وهلې، ګډو ځواکونو په دغه چاپه کې یوه ښځه او دوه سړي شهیدان کړي،ګڼ شمېرخلک یې وهلي او شپږ تنه یې بندیان کړ ي دي. همدارنګه دملکي خلکودوه سرایونه، یوهوټل ، شپږ دوکانونه ،شپږموټراو درویشت موټرسایکلونه یې سوځولي دي.

دجنوري په ۵مه امریکايي اشغالګرو اوداخلي ځواکونو د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ په اورموز سیمه کې پر یوسیمه ییز بازار او ورسره څېرمه ديني مدرسه چاپه وهلې،ګډوځواکونو دچاپې په مهال د بازار هټۍ ویجاړي کړي، مالونه یې ځني وړي او خلګو ته یې ځاني زیان هم اړولی دی، چې دقیق شمېر یې څرګند نه دی.

دجنوري په ۱۵مه اشغالګرو او داخلي عسکرو د ميدان وردګ ولايت د چک ولسوالۍ د سيبکي په بازار چاپه وهلې،۳۰۰دوکانونه یې زیانمن کړي،په لسګونو دوکانونه یې چور کړي او د سيبکي د بازار دوه تنه چوکيداران (بهار او عبدالله چې وروڼه وو) یې شهیدان کړي دي.

د جنوري په ۲۴مه دهلمندولایت دکجکي ولسوالۍ دګندم ریز بازارپه سیمه کې یرغلګرو اوداخلي کمانډویانو دچاپې په مهال یوه کتاب فروشي او درې نوردوکانونه په بمونو الوزولي اودرې تنه نانوایان یې شهیدان کړي دي.

دجنرال نیکولسن داخبره دمکث وړ ده چې وایې طالبانو او دهغوی ملاتړو ته یې ۴۸ ملیونه ډالره تاوان اړولی دی، طالبان خو طالبان دي چې د یرغلګرو او حکومت سره دجګړې یو لوری دی، دا دطالبانو ملاتړي بیا څوک دي،چې دطالبانو سره یو ځای یې هغوی ته هم دومره ستر زیان رسولی دی؟، خبره ډیره روښانه ده دطالبانو همدغه ملاتړي چې نیکولسن یې یادوي، بې دفاع افغان ولس دی.

د یرغلګرو او ګډحکومت دڅرګندونو او کړنوڅخه معلومیږي چې دطالبانو تر واک لاندي سیمو کې میشت ولس ته ددښمن په سترګه ګوري، وینه یې هدر ده،بازارونه یې ویجاړي، کورونه یې بمباروي، مواشي یې وژني او بې خاره د بي ۵۲ ډوله، ایف ۱۶ او بلیک هاګ دبمونو او کیمیاوي موادو څخه ډکې خیټې پرې تشوي.

د پورته وړاندي شوو ملکي تلفاتو او زیانونو څخه وروسته اشغالګرو او حکومت ویلي چې د طالبانو مالي سرچینې یې په نښه کړي او پراخ زیان یې ورته رسولی دی.خو په دې لنډه لیکنه کې څرګنده شوه چې دطالبانو په نوم مظلوم ولس څنګه او څومره ځپل شوی او دلا ځپلو او کړولو په موخه یې په سپینه ماڼۍ او ارګ کې نوي پلانونه او تصمیمونه نیول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Karwan

ما څو ځلي ليکلي چه غني او عبدالله ولسدوښمنه فاشستان دي. اوس نو ټولو خلکو ته معلومه شوه ، چه دوي دولس وژنه دخپلو بادارانو سره يوځاي شروع کړي. ولس خو هسي هم ددغو جناتکارانو لخوا وژل کيږي، ښه به داوي چه ولس يئ په مقابل کښي ملي پاځون وکړي او ددوي په هيځ انتخاباتو کښي ګډون ونه کړي. هرڅوک چه بيا دغو مداريانو ته رای ورکړي، نوخپله ګناه به يئ وي. دافغانستان دګوډاګي حکومت او دسوري دحکومت فکر کوم ، هيځ فرق نشته، هغوي هم ولسوژنه شروع کړي او زموږ ښاغليو هم. پاک الله دي مسلمانان ددغو ظاليمانو څخه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x