ورزش

کرېکټ: په یو ورځنۍ لوبه کې د لوبڅارانو حیراونکی پرېکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د هند او سویلي افریقا ترمنځ لوبه کې د لوبڅارانو لخوا پرېکړې لوبغاړي او کتونکي ټول حیران کړل.

ننۍ لوبه کې سویلي افریقا زر په (۱۱۸) منډو اوټ شوه، نو هند لوبډله هم توپوهنې ته د دمې پرته راغله، کله چی د لوبې ګټلو ته دوه منډې پاتې شوې د لوبڅارانو لخوا د دمې یا ډوډۍ لپاره پرېکړه وشوه.

د لوبڅارانو پر دغه پرېکړه د ویرات کوهلي (چې توپوهنې ته ولاړ و) په شمول د سویلي افریقا لوبغاړي، مبصرین او نندارچيان ټول حیران شول.

نن د هند او سویلي افریقا ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ لوبه ترسره شوه چې سویلي افریقا لومړی توپوهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو یې یوازې ۱۱۸ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې هند لوبډلې لومړی د یوې ویکټې په سوځېدلو ۱۱۷ منډې جوړې کړې، چې له دمې یا ډوډۍ وقفې وروسته لوبه پیل شوه او هند د نهو ویکټو په توپیر بریا خپله کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x