احمد زیدان، سوریايي لیکوال او د الجزیرې خبریال، چې د افغانستان وضعیت یې درې لسیزې له نږدې څارلی

شام او د ډاکټر نجیب الله د سقوط د پیل وختونه

لیکوال: دکتور احمد موفق زیدان
ژباړه: نن ټکی اسیا

تقریبا هر هیواد په کال کې یوه یا دوه ځانګړې میاشتې لري، چې د سترو پیښو شاهدې وي او بیا یې د کلونو او لسیزو یا تر دې زیاتې مودې لپاره اغیز او تاثیر په هیواد کې پاتې شي.

د ۱۹۷۸ د اپریل په ۲۸مې د سردار محمد داود پر خلاف د کمونستانو له کودتا نیولې، د ۱۹۹۲ د اپریل تر ۲۸مې پورې چې د مجاهدینو په لاس کمونستان راوپرځېدل؛ پوره څوارلس کاله کیږي. د اپریل میاشت معمولا له ځان سره لویې افغاني پیښې راوړي دي، کټ مټ لکه البردوني [یمنی لیکوال] چې وايي، د سپتمبر میاشت په یمن کې د سترو بدلونونو میاشت ده.

بریښي چې په سوریه کې هم اپریل ځانګړې میاشت ده. ښه تصادف دا دی چې افغانستان او شام د معجزو په دغې میاشت کې سره یو دي او په جغرافیوي لحاظ دواړه د عرض البلد په یوه کرښه موقعیت لري. د ۱۹۴۷ په اپریل میاشت کې فرانسوي استعمار له سوریې څخه په ټیټ سر واووت. د خپلواکۍ د کال په همدې میاشت کې شام د یو داسې بې نسبه ګوند د تسلط په امتحان کې راګیر شو چې له شام، شامیانو او د هغوی له اخلاقو څخه یې ډیره زیاته فاصله درلوده. دا د بعث ګوند و. لکه نوموړي ګوند، د هغه ساتونکو او پالونکو چې اراده کړې وه چې د شام، د شام د بریا او له فرانسویانو څخه د ازادۍ انتقام په عاجله توګه واخلي. هماغه و چې مخکې له مخکې یې زمونږ خوښي په غم راولړله.

تر اوسه مې هغه ورځې ښه په یاد دي، چې په افغانستان کې شورویانو ماتې نه وه خوړلې، بیا یې د ۱۹۸۸ کال په اګست کې د خپلو ځواکونو په ایستلو پیل وکړ او د ۱۹۸۹ په فبروري کې يې د ځواکونو ایستل یا ماتې بشپړه شوه. خو د سوریایۍ طریقې په څیر، شورویانو یا نورو د دغې ماتې انتقام ډیر ژر واخیست او له افغانستان څخه یې د خپلو ځواکونو د ایستلو په لومړۍ میاشت کې د دې ماتې مهندس، ضیاء الحق وواژه. شورویانو له افغانستان څخه ځواکونه وایستل او ځايي افغان کمونیستان یې له یو لاچاره برخلیک سره پریښودل، کله چې د کمونیستانو د تغذیې رسۍ له مور ماسکو څخه وشکېده، له کړنګېدونکې ماتې سره مخامخ شول او مشر یې بیا وروسته په ۱۹۹۶ کال د طالبانو په لاس د کابل د نیولو پر مهال ووژل شو.

د افغاني کمونستانو د نظام تر سقوط مخکې، د اټکلونو بازار سخت ګرم و، په یوې ډنډورې به ویده کېدو او په بلې به راویښېدو، په دې مینځ کې به نورې داسې ډنډورې هم تللې او راغلې وې چې مونږ به پرې نه وو خبر، او د ورځینو پیښو د څارونکو په حیث به مو نه وې تر غوږ شوې.

څرنګه چې ما هغه مهال حالات شېبه په شېبه له نږدې څارل، د دوه داسې اوازو او ډنډورو بېلګې وړاندې کوم، چې د مجاهدینو او عموما د افغان ولس د قیمتي وخت ډیره برخه یې ضایع کړه.

لومړۍ دا ډنډوره چې افغانستان تجزیه کیږي، شمالي ولایتونه به روسان قبضه کړي، جنوب به د پاکستان په قسمت رسیږي او لویدیځ به د ایران په برخه شي. هر چا د اټکلونو په دې ګرم بازار کې خپل ارزښتمن او مستدل تحلیلونه وړاندې کول. خو دغه تحلیلونه په اصل کې د نړیوالو توطیو پر اساس مینځ ته رالوېدل او د لوګیو د بم استفاده ترې کیده، ترڅو فضا ګردجنه کړي او د دوی کړنې او اعمال په کې پټ شي.

دوهمه ډنډوره چې خپرولو ته یې لمن وهل کېده، دا وه چې د ایتلافي حکومت په تشکیل کار روان دی، په دریوو کې یوه برخه به د کمونیستانو وي، بله برخه به یې مجاهدین تشکیلوي او دریمه برخه به تکنوکراتانو ته ورکول کیږي. دا کار اوس د سوچي [د روسیې ښار] او د سوریې په اړه نورو کنفرانسونو ته کټ مټ ورته دی. خو لکه څرنګه چې افغان مجاهدینو دا کار نه و منلی، اوس هم د سوریې پاڅونوالو په دغو کنفرانسونو کې خپل ګډون رد کړی دی.

د خپل ولس قاتل نظامونه بقاء نه لري. همدارنګه هغه استعمار هم پایښت نه شي موندلی چې خپل ګوډاګیان او مزدوران یې لکه د سوریې په شان آزاد او ویاړلي ولس باندې تپلي وي. خو اصلي ننګونه دا ده چې د شام خلک د نړیوال استکبار د ظلم او استبداد په وړاندې څه باید وکړي، په داسې حال کې چې د شام قضیه د افغانستان تر هغې ډیره پیچلې شوې ده او امریکايي استعمار په نسبتا کوچني جغرافیوي مساحت کې لس پوځي اډې جوړې کړي دي، او د روسیې په څیر د یو بل نړیوال قوت هم خپلې نظامي او بحري اډې تپلي دي او په هوايي حریم کې دواړه قوتونه څنګ په څنګ شتون لري، او په ځمکه بهرنۍ ګوندې ملیشي خپل رول لوبوي خو په دې نه پوهیږي یا سر یې نه خلاصیږي چې د نړیوالو قوتونو د یوې لویې کړۍ په خدمت بوختې دي.

ځیني خلک وايي چې خبره زمونږ تر سویې لوړه ده او مونږ همدا کولی شو چې شیندلي او پاشلي پاتې شو. زما په باور، مونږ باید د کورنۍ لوبې موجوده قواعد ونړوو او د هغه صندوق له دایرې بهر فکر وکړو چې مونږ په کې بندیان یو. اوس خو پاڅون ځکه وپاشل شو او اهداف یې ځکه کوچني شول، چې هرې ډلې په کومې سیمې واک موندلی، په سولییز ډول وي یا د جګړې په زور، د هماغې سیمې په سر یې معامله او جوړجاړی غوره کړی. له همدې امله د دښمن لپاره دا اسانه شوې چې د ښارونو، کلیو او منطقو په سطحه له ځايي اړتیاوو سره تعامل وکړي.

دغه ټکي ته د افغان جهاد یو نامتو شخصیت جلال الدین حقاني مخکې له مخکې ځیرک و. کله چې روسیې غوښتل دغه خطرناکه ستراتیژي په افغان ولس وتپي، نوموړي له تنظیمي او سیاسي مشرانو څخه لرې، ژر تر ژره ۴۰۰ سیمه ایز افغان قومندانان راوبلل، ترڅو د جهاد او افغانستان منافعو ته د ژمنتیا لوړه او سوګند وکړي او له یرغلګرو روسانو سره په سیمه ایزه کچه هر نوع تعامل مردود کړي او څوک چې ورته غاړه ږدي هغوی مجرمین وپیژندل شي.

ایا په شام کې یو بل حقاني نشته چې ټولې شامي ډلې یو داسې محور ته راوبولي، که څه هم د سکایپ یا واټساپ یا بلې مناسبې طریقې په واسطه وي، چې ټول ورته ژمن وي او څوک ترې سرغړونه نه کوي، او بیا همدغه اتفاقنامه اعلان کړي، معیار یې وګرځوي او پر اساس یې له ولس سره حساب کیږي ترڅو ژمن او غیر ژمن په کې معلوم شي.

څومره دردیږم چې کله داسې اصطلاحګانې واورم چې مونږ یې په ژبه وایو خو له خطر څخه یې ناخبره یو. د (شمال ډله او جنوب ډله) اصطلاح خطرناکې پایلې لري. مونږ کې شمالي، جنوبي، شرقي او غربي ډلې نشته، زمونږ ټولې ډلې د شام د پاڅون ډلې دي، کومې چې د ګڼو هیوادونو او جنسیتونو د استعمارچیانو له تحت الحمایه فرقه پال نظام څخه خلاصون غواړي.

دا فرقه پاله کړۍ زیاتي راپرځېدلې او رول یې پای ته رسېدلی. د واک په ګدۍ اوسنی پایښت یې فقط او فقط روسي، ایراني او امریکايي استعمار ته د مشروعیت لپاره دی. که داسې نه وي نو آیا دا معقوله ده چې ایراني استعمار دې حد ته ورسیږي چې د دغې کړۍ مشر بشار الاسد ته د (نرښځي) پیغور ورکړي خو دوی او رسنیو یې دواړو پرې خولې چوپې نیولي؟!. تر دې مخکې روسي استعمار د (سپي لکۍ) بللی و، بیا امریکايي استعمار د (حیوان) پیغور ورکړ. خو حقیقت دا دی، په سپک باندې سپکوالی اسانه وي، او مړی د زخم درد نه احساسوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د