نړۍ

په مصر کې د پولیسو په خلاف جګړه پیل شوه، ۵ مړه او نهه تنه ټپيان شول

نن ټکی اسیا: د مصر په پلازمینه قاهره کې د الازهر پوهنتون مخته د پولیسو او مظاهرچیانو تر منځ په جګړه کې ۳ پولیس مړه او نهه تنه نور ټپیان شول.
له دي پيښي صرف دوه ساعته مخکې د قاهرې ښار په جنوب کې دوه پولیس وژل شول.

 

د مصر د وزارت داخلې ویاند هاني عبد اللطیف رسنیو ته وویل چي ددوي پر پولیسو هغه وخت برید وشو، کله چې هغوی د ازهر پوهنتون مخته د اخوان المسلمین د حمایت کونکو د مظاهرې ګډوډولو کوشش وکړ.

د وزارت داخلې په خبرپاڼي کې راغلي چي درې وسلوالو کسانو چې ټول په یوه موټر کې سپاره وه، په هغو پولیسو ډزي وکړې چي د اخوان المسلمین د ډلي یوه مظاهره یې ګډوډول، چي له کبله یې ۳ تنه ځای په ځای مړه او نهه تنه یې نور ټپيان شول، او برید کونکي په بریالیتوب سره له صحنې څخه ووتل.

باید وویل شي چې په مصر کې اوسني فوځي واکمنو د منتخب شوي ولس مشر محمد مرسي حکومت ونړاوه، او هغه یې بندي کړ، او له هغه وروسته یې په زرګونو انسانان چې د رابعه العدویة په نامه میدان کې را ټول شوي وه، ووژل، او له هغه وروسته یې د اخوان المسلمین مشران ونیول، او دغه ګوند یې یو تروریست او له تشدد څخه کار اخیستونکی ګوند وباله، او په مصر کې غیر قانوني حیثیت ورکړ.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x