نظــر

د انټرکانټیننټل د پیښې جزئیات لاهم له رسنیو پټ ساتل کیږي

شاهد (غزنیوال)

د انټر کانټيننټل د برید نن پوره ۱۴مه ورځ ده .

د ګډ حکومت امنیتي چارواکو ژمنه کړې وه چې هغوی به له بریده یوه اونۍ وروسته یعنې د تیرې شنبې په ورځ د یاد برید په اړه ټول جزئیات له رسنیو سره شریکوي.

خو دا چې پر یادې پیښې د دوو اونیو په تیریدو سر بیره هم لا دولتي چارواکي حاضر نه دې د جزئیاتو په اړه یې څه ووايي له افغان ولس په تیره د پیښې د قربانیانو له خپلوانو سره یولړ پوښتنې را پیدا کړې دي.

د آریانا نیوز تلویزوني شبکې د خبر له مخې چې د انټرکانټيننټل د پیښې د وروستیو جزېیاتو په اړه یې د داخله وزارت ویاند ته په یوه ګردي میز کې د ګډون لپاره هرڅومره بلنه ورکړه خو د وزارت د ویاند لخوا يي نه بلنه ومنل شوه او نه يي هم تلیفوني تماس ته ځواب ورکړل شو.

همدا راز د دفاع او ملي امنیت ویاندویان، د هغوي مرستیالان، او د هغوي مطبوعاتي همکاران چې ماشاء الله شمیر یې تر حساب تیر دی مګر یوهم حاضر نه دی چې د انټرکانټیننټل د برید د جزئیاتو په اړه د خبریالانو مخې ته را ښکاره شي.

نه یواځې دا چې د پیښې په اړه د رسنیو پوښتنو ته ځواب نه وايي ؛ بلکې تر دوو اونیو تیریدو وروسته هم خبریالان نه پریږدي چې د پیښې ځای ته ورشي او په خپله تري خبر او رپوټ ترتیب کړي.

د انټرکانټيننټل په پیښه کې د دولتي ویاندویانو دغه نا موجه انکارله دوو حالاتو خالي نه دی:

یا دا چې د پیښې اړخونه دومره پیچلي او مغلق دي چې دولتي چارواکي نه غواړي حتی خپله رسمي ویاندویان هم د هغو له جزئیاتو باخبره شي.

او یا د دغو جزئیاتو په رسنیز کولو کې دا حقیقت را سربیره کیږي چې د طالبانو پوځي تکتیکونه ترهغه چې امریکايي او داخلي امنیتي مسؤلین یې اټکل کوي ډیر لوړ دي چې له رسنیو سره د هغوي شریکول د نورو امنیتي سرتیرو پر مورال منفي اغیز کوي.

که دا دوه خبرې نه وي باید چارواکو د خپلې ژمنې مطابق په خپل وخت د پیښې ټول جزئیات له رسنیو سره شریک کړي واي.

یوه بله خبره هم چې باید دولتي ویاندویان او امنیتي مسؤلین ورباندې اعتراف وکړي دا ده چې دوی د یوې حادثې د مکملې څیړنې او د هغې د تفصیلاتو د اعلانولو فرصت نشي پیدا کولای ؛ ځکه پر دولتي مراکزو د طالبانو بریدونو بلکل یو تسلسلي حالت خپل کړی ، د یوه برید تفصیلات لا تر لاسه شوي نه وي چې بل برید وشي او دوي ټول ورباندې مصروف شي ، ځکه خو دوي اصلا فرصت نه لري چې د هرې پیښې جزئیات له رسنیو سره هغه شریک کړي.

د بیلګې په توګه همدا د انټرکانټيننټل برید د یکشنبې په ورځ ترسره او چارواکي د هغې اونۍ تر پایه پوري د وژل شویو د جسدونو په رایستلو مصروف و، د شنبې په ورځ چې دوي د برید تفصیلات له رسنیو سره شریکول د وزارت داخله پرمنسوبینو بل داسې برید ترسره شوه چې تلفات او تبلیغاتي انګازه یې د انټر کانټیننټل تر برید دومره لویه وه چې پر دولتي ویاندویانو د هغې راټول کړي ټول معلومات هیرکړل.

خلاصه دا ویلی شو چې ګډ حکومت د خپل نوعیت له مخې د حادثاتو او خونړیو پیښو یوې شعبې ته ورته دی چې خلګ یواځې ورته د حادثاتو د ثبت او راجیستر لپاره مراجعه کوي .

ځکه د هغه له جوړیدو راهیسي یې افغانو د خونړیو بریدونو او حاداثو له ترسره کیدو بله هیڅ داسې لاسته راوړنه نه ده لیدلې چې هغه دې د دوی د هوسايي او سوکالي لامل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

غزنیوال صاحب ، ستاسی د خبرو په تایید سربیره په هره پیښه او ځانګړی ډول انترکانتیننتل هوتل پیښه کی ډیر شمیر او لوړ پوړی خارجی چارواکی مردار شوی د کابل غلامه اداره خو بی له هغی هم د ناتو او امریکا امر او نهی ته انتظار لری یعنی په نورو پیښو کی هم جه امریکا ورته د څه ویلو یا نه ویلو قومانده ورکوی هغه کوی او هغه وایی مګر د دغه هوتل قربانیان اکثره لوړ پوړی خارجیان وو او بی شمیره مړه وو ، د هغوی د وژلو څخه نړیوال او د هغوی خپل هیوادوال خبریدل د هغوی د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x