افغانستان

يوه زورواکي په کابل ښار کې پوليس په ډزو وژلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): نن ماښام ناوخته د کابل ښار لويديځ پنځمه امنيتي حوزه کې د يوه زورواکي جنګسالار ساتونکي پر پوليس ډزې وکړې او هغه ځای پر ځای وواژه.

د پنځمې امنيتي حوزې اوسېدونکو رسنيو ته ويلي، چې د کمپنۍ بازار کې پوليس هڅه وکړه، چې دغه زورواکی جنګسالار پر سړک له ناقانونه تګ څخه منعه کړي، خو هغه پرې ډزې وکړې، پوليس يې ځای پر ځای وواژه او په خپله د پغمان پر لور وتښتېده.

د کابل پوليسو تر اوسه د پېښې په اړه څه نه دي ويلي او نه هم تر اوسه د پوليس وژونکی زورواکی په ګوته شوی دی.

په کابل ښار او د هېواد په نورو سيمو کې د زورواکانو، چارواکو، پارلماني وکيلانو او نورو سيمه ييزو قومندانانو او غیر مسؤولو وسله والو لوري د خلکو ځورول او وژل عامه خبره ده، خو حکومت تر اوسه په دې نه دی توانېدلی، چې د زورواکانو، وکيلانو او نورو چارواکو له لوري د پوليسو او ترافيکو د وهلو، ډبولو او حتا د وژلو پوښتنه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)۰

زور واکی چی د سیاف په شان ملاتړ ولری خود به خلک وژنی تر هغه چی دا د شروفساد ډلی په کامل ډول له مینځه لاړی نشی همدا حال به وی .

غازي

هو دا خبره کلک لکه ډبره ده صياف هم يو وړوکي خداي سوي دغه هم لوړه ستونزه ده ؟ .
زمونږ گنا لوړه مشران دجهاد ېاغيان سوي مرکزي حکومت کمزوري دايران په گټه زمونږ کمزوري ده .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x