پر کونړ توغندي اسلام آباد ته د افغان پلاوي د سفر پایلي

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله : په کونړ ولایت کې د ګډ حکومت امنیتي چارواکي وايي چې تېره شپه د پاکستان امنیتي ځواکونو پر کونړ ولایت ۱۸۰ توغندي توغولي دي.

یادو چارواکو ویلي چې توغندي د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ پر سورکمر، کچلی او شينکنۍ سیمو لګیدلي دي چې له امله یې سیمه ییزو خلګو ته د سراو مال زیان اړولی دی.

پر کونړ ولایت د پاکستاني توغندیو د وارولو خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې تېره ورځ یو پاکستانی پلاوی کابل ته راغلی او له دولتي چارواکو سره یې پر امنیتي چاروسربیره په بیلابیلو موضوعاتو خبرې کړې.

د تیرې پنجشنبې په ورځ د ګډ حکومت د ملي امنیت او کورنیو چارو وزیر له پاکستان څخه تر راګرځیدو وروسته په یوه مشترک مطبوعاتي کنفرانس کې اسلام آباد ته د خپل یوه ورځني سفر له پایلو خوښې څرګنده کړه او دا يي وویل چې مونږ نور له پاکستان څخه د امنیت په برخه کې د عملي ګام اخیستو تمه لرو.

د ګډ حکومت او اسلام آباد ترمنځ د وروستیو هیأتونو تګ راتګ په محلي رسنیو کې هم یو لړ هیله مندي را برسیره کړې وه چې ښايي پاکستان به د امریکا د متحده ایالاتو د وروستو ګواښونو او د هغه په تعقیب د ګډ حکومت د لوړ پوړو چارواکو د سفر په پایله کې داسې تګلاره غوره کړي چې د ګډ حکومت د رضایت لامل شي.

خو د وزیرانو په کچه د ګډ حکومت د یوه لوړ پوړي پلاوي په مقابل کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې په کچه د یوه ټیټ رتبه پلاوي راتګ څخه ښکاري چې پاکستاني چارواکو لکه څومره چې کابل ترې هیله لرله په هماغه اندازه یې د دوي د پلاوي غوښتنو ته اعتناء نه ده کړې.

په کونړ ولایت د پاکستانیو توغندیو له وارولو څخه هم ښکاري چې د ټرمپ له ګواښونو او کابل له وروستیو هیله مندیو سره سره د افغانستان په اړه د اسلام آباد په سیاست کې د بدلون نښې نه ښکاري.

او دا ځکه چې د افغانستان د نا امني عوامل په دغه هیواد کې د امریکايي او د هغوي د ایتلافي اشغالګرو شتون او دهغوي وحشیانه کړنې دي چې نه یواځې افغانستان بلکې د هغه ګاونډ یې هم له ګواښ سره مخ کړی دی.

د ګډ حکومت چارواکي په ځای د دې چې د افغانستان د نا امني اساسي عوامل درک کړي په داسې لایعني چارو ځان غولوي چې هغه نورهم د هیواد د مزیدې نا امنۍ سبب کیږي.

هغوي باید پوه شي چې تر څو مو هیواد تر بهرني اشغال لاندې وي دلته له هیڅ لوري څخه هم د سولې او سوکالۍ هیله متوقع نه ده.

تبصرې (1)

  • سلام علیکم.
    ما پرون هم ویلی وه، نن هم وایم، سبا او بله ورځ به هم ووایم چه:
    څلوېښت کاله مخکی زموږ په خاوره کی د شوروی او انګرېز تر منځ جنګ ؤ.
    د پنځلسو کلونو را وروسته تر نن پوری د امریکې او انګرېز تر منځ جنګ دی.
    داسی ښکاری چه امریکې د خپل ناسکه ورور څخه د ماتی په حال کی دی.
    پاکستان، انګرېز جوړ کړیدی ( البته د یو ستر مأموریت د سرته رسولو پخاطر چه ددې مأموریت خیر لږ او او ډېر موږ او د سیمی هیوادونو ته راورسېدی) او د انګرېز په ولکه کی به وی او دانن چه پاکستان پورته پورته غورځی د همدې انګرېز په ملاتړ غورځی.
    انګرېز که څه هم ظاهراً تر امریکې په قد او قواره او جیب وړوکی ښکاری خو د شهوت او تلبیس قوه ئې دومره جګه ده چه د امریکې پر مور یعنی خپلی میرې د غورځېدو توان لری .په مادی ګټو کی خصوصاً په کفری فرهنګ کی دا خبره نشته چه دا د فلانی انډیوال یا همژبی دی بلکه هر یو خپل جیبونه ډکوی په هره بیه چه وی . د سر په سترګو مو ولیدل چه څنګه د انجیلی کلیسا د تفکر مخکښ یعنی ترامپ نژدې ؤ چه د ډالرو پخاطر د آل سعود په پلیده لمنه کی د عُمرې مراسم تر سره کړی؟ چه البته دا منحط او منحرف او تلبیسی فرهنګ ئې دریمی نړۍ ته هم رالېږلئ دی.
    بناً خپلی ژبی او قلمونه او ستونی به نه ستړی کوو فقط دومره به معتقد اوسو چه ننی جنګ د دوو استعمارګرانو تر منځ دی او بس.