افغانستان

اجراییه مشر: حکومت د یو والي د ګوښه کولو توان هم نه لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ملي یووالي حکومت اجراییه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، د ملي یووالي حکومت دومره کمزوری دی، چې یو والي هم له واکه نه شي ګوښه کولی.

نوموړي دغه څرګندونې پرون د پروان د نوي والي فضل الدین عیار د معرفي کولو په مراسمو کې وکړې.

ده وویل، د ملي یووالي حکومت هوکړه لیک پر عملي کولو بریالي شوي نه یو او همدغه لامل دی چې خلک «قانون» ته درناوی نه لري او سرغړونې ترې کوي.

د اجراییه مشر په خبره، د روانو ناخوالو یوازېنی حل قانون ته درناوی دی؛ خو له بده مرغه چې لوړ پوړي چارواکي قانون ته درناوی نه لري.

عبدالله عبدالله د بلخ د والي د ګوښه کولو روانو لانجو ته په اشاره وویل، مرکزي حکومت دومره کمزوری دی، چې د یو والي د ګوښه کولو توان نه لري، چې دا اوسني حکومت ته د شرم وړ مسئله ده.

نوموړي اعتراف وکړ، چې لوړ پوړي امنیتي چارواکي له طالبانو سره لاره لري او تر مهمو ځایونو پورې یې رسوي.

اجراییه مشر له خلکو مننه هم وکړه، چې په حکومت کې د دومره ډېرو کمزوریو سربېره بیا هم له دې حکومت نه ملاتړ کوي.
د بلخ والي عطاء محمد نور نږدې یوه نیمه میاشت وړاندې له واکه ګوښه کړی شوی دی؛ خو تراوسه په واک کې پاتې دی او دغه ولایت ته نوی والي نه دی معرفي شوی.

تېره ورځ د بلخ والي عطاء محمد نور د شولګر ولسوالۍ لپاره نوی ولسوال هم ورپېژانده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x