نظــر

د اسلامي شعایرو سپکاوی

د مصر مستبد او سیکولریست فوځي حکومت داسي اعلانونه خپروي چې د مصري ماشومانو په ذهنونو کې له ږیرورو سړیو او صوفیانو سره کرکه پیداکړي، له لیکنې سره مل انځور د (مصرالآن) په نوم رسنۍ د ټويټر په خپل اکاونټ کې خپورکړی ده، دا په داسي حالت کې چې په مصر کې عیسویان له ډیرو اوږدو ږیرو سره په خپلو رسمي ټلویزوني چینلونو کې په خپل فعالیت بوخت دي او څوک يې پرخلاف هیڅ نشي ویلی.

په دې کې شک نشته چې د مصري حکومت دا سپک کار د اسلامي شعایرو او مقدساتو توهین او سپکاوی ده، او هر مسلمان د کرکې او نفرت په سترګه ورته ګوري، خو تاسف د حزب النور د صوفیانو په حال ده، ایا دوی له دې سپکاوي نه ځانونه استثنا کولی شي؟ نه هیڅکله نه، دوی به په دې ښه پوهیږي چې بې له شکه د فوځي حکومت له خوا استحماریږي، خو د سیاست دي کور وران شي، په خلکو یې چپه میچنې وچلولې.

د سیکولرزم د زهرجن بوټي په اړه موږ هر وخت ګړیږو او په اسلامي نړۍ کې د غربپالو او سیکولریستو واکمنو دا ډول کړنې زموږ د خبرو ښه ثبوت ده، دوی چې هرځای واک ترلاسه کړی آن له کمال اتاترک رانیولې تر مصري فوځي واکمن عبدالفاح السیسي پوري په پیل کې یې د اسلامي شعایرو پر خلاف ګامونه پورته کړي دي او وروسته یې د اسلام او مسلمانانو پر ضد د غرب هر پلان منلی او پلی کړی ده. د مصر د فوځي حکومت دا سپکه کړنه د سختې غندنې وړ ده او په اسلامي نړۍ کې د اسلامي شعایرو سپکاوی هیڅکله د زغملو نده.

لیکوال: نعمان منلی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x