افغانستان

محور ګوند: د نبیل پرته بیا هم د حکومت پر وړاندې مبارزه روانه ساتو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل):  د ملي محور ګوند غړي وايي، د رحمت الله نبیل پرته بیا هم د اوسني حکومت پر وړاندې خپله مشروع مبارزه روانه ساتي او په دې برخه کې له هېڅ ګواښه وېره نه لري.

د دغه ګوند د رهبري شورا غړیو د حکومت له لوري پر رحمت الله نبیل د ممنوع الخروجۍ د حکم په غبرګون کې ویلي، چې حکومت په داسې کارونو سره قانون تر پښو لاندې کوي.

تېره ورځ ځینو رسنیو وویل، چې د حکومت له لوري د ملي امنیت په پخواني رییس رحمت الله نبیل د ممنوع الخروجۍ حکم شوی دی.

«د افغانستان د خلکو محور» له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې حکومت وروسته له هغه دغه اقدام وکړ، چې د نبیل په تېرو ټاکنو کې د درغلیو په اړه څرګندونې وکړې.

یاد ګوند ډاډ ښيي، د ملي امنیت پخوانی رییس به ډېر ژر هېواد ته راستون شي او د حکومت ضد مبارزې ته به دوام ورکړي.

«د افغانستان د خلکو محور» پر حکومت تور پورې کړی، چې په خپلو دې ډول کارونو سره غواړي د افغانستان د خلکو اراده کمزورې کړي او په سیاسي او مدني جریانونو کې خپل وحشت خپور کړي.

یاد ګوند اړوند ورځپاڼې «افغانستان ټایمز» د تېرې جمعې په ورځ لیکلي وو، چې د ملي یووالي حکومت له خوا د ملي امنیت پر پخواني رییس رحمت الله نبیل بندیز لګیدلی او له امریکا نه بېرته خپل هېواد ته نه راپرېښودل کېږي.

تراوسه لویې څارنوالۍ او سترې محکمې د رحمت الله نبیل د ممنوع الخروجۍ د حکم په اړه له څرګندونو ډډه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x