قیس احمد د نړیوالې شورا په نړیوال جام ۱۱ کسیزه غوره لوبډله کې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د افغانستان نولس کلنو ځوانانو سوکه غوره توپ اچونکی قیس احمد د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا د نړیوال جام په غوره ۱۱ کسیزه اعلان شوې لوبډله کې شامل شو.

وړمه ورځ د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا ددوی هغه ۱۱ کسیزه غوره لوبډله چې د ۱۹ کلنو ځوانانو په نړیوال جام کې ښه ځلیدلې وي اعلان کړه، چې د افغانستان لخوا سوکه توپ اچونکی او زیاتې ویکټې اخیستونکی «قیس احمد» هم ددغې لوبډلې غړی دی، دغه لیست د کرېکټ یو شمېر مبصرینو لخوا نړیوالې شورا ته وړاندې کیږي.

قیس احمد د نړیوال جام په لومړیو زیاتو ویکټو اخیستونکو کې دوهم غوره توپ اچونکی دی چې ۱۴ ویکټې یې ترلاسه کړي، له ده پورته د هند انوکل روی په غوره اوسط ۱۴ ویکټې ترلاسه کړي چې په لومړي نمبر دی.

په دغه ۱۱ کسیزه لوبډله کې د سویلي افریقا لوبډلمشر ددغې لوبډلې لوبډلمشر دی، چې ۵ لوبغاړي د هندوستان، ۳ د سویلي افریقا، د پاکستان، افغانستان او نیوزېلنډ لوبډلو ۱-۱ لوبغاړی شامل دی.

همدا ډول د کرېکټ مشهور ویبپاڼې کرېک انفو «ESPNCRICKINFO» لخوا هم د ۱۹ کلنو نړیوال جام غوره ۱۱ کسیزه لوبډله اعلان شوه، چې د افغانستان لخوا په کې درویش رسولي او قیس احمد شامل دي.

څو ورځې وړاندې د ۱۹ کلنو ځوانانو نړیوال جام د هند په اتلولۍ ترسره شو، چې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو په کې تر نیمه پایلوبې لار موندلې وه او د پخوا په نسبت ښه لوبیدلي وو، چې څلورم مقام یې هم خپل کړ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د