افغانستان

خلک: په راتلونکو ټاکنو کې به په بې ارزښته رايې ځانونه ونه ګواښي

د پلازمېنې په ګډون د ځینو ولایاتو اوسېدونکي وايي چې دوی به په راتلونکو جنجالي ټاکنو کې په يوې بې ارزښته رايې ځان له خطرسره مخ نه کړي،دکابل، میدان وردګ، غزني، زابل، پکتیکا او پکتیا ځينې اوسېدونکي وايي چې په تېرو ټاکنو کې يې ځينو زړه نازړه ګډون وکړ، خو بیايې هم رايې هیڅ مانا ونه لرله.

د کابل د احمدشابابامېنې اوسېدونکی، روح الله یوسفزی وايي چې د ده رايې د سر په قیمت بیاهم هیڅ ارزښت پیدا نه کړ،د ده په خبره د د خوښې د نوماند حقه رايې باطلې اعلام شوې دي، هغه وايي چې چېرته هم زما د خوښې د نوماند د رایو د ډېرښت چانس و، د ټاکنو کمیسیون هلته د درغلیو راپورونه ورکړل او رايې به پر نیمايی حساب کړي. هغه وايي چې تېر ځل ځینو خلکو د زړه په وینو او دسرپه قیمت رايه وکاروله مګر موږ ولیدل چې رایه هیڅ مانا نه لري.
 د میدان وردګو ولایت د میدان ښار اوسېدونکی، محمد یوسف وايي، چې د ټاکنو په ورځ په خپل ولایت کې له بریدونو هم خبر و، مګر بیايې هم خپله رايه کارولې ده، هغه وايي چې د نوموړي رايې هیڅ ارزښت نه دی پیداکړی، ځکه نه په ولایتي شورا کې د ده د خوښي نوماند بریالی شوی او نه هم په جمهوري ریاست کې.
میدان وردګ په تېرو ټاکنو کې یو له هغو ولایتونونه و، چې د طالبانو د ډېرو بریدونو تر څنګ ترې دولسواليو په مقرو کې د ټاکنو د صندوقونو د ډکېدو راپورونه هم ورکول کېدل. د میدان وردګ امنیتي مسوولینو په تېرو ټاکنو کې خپل خلکو ته د سولې او امنیت د فضا برابرولو ژمنې کړې وي،خو د سیمې د اسېدونکو په وینا د ټاکنو په ورځ امنیتي مسوولین له خپلو پوستو هم د باندې راونه وتل.
د پکتیا د ډنډې پټان اوسېدونکی اقبال علي وايي چې دی پخپله په تېرو ټاکنو کې د پکتیا په ګردیز کې یو ساحوي مامور و، هغه وايي چې په پکتیا کې خلک د رسنیو تبلیغاتو ټاکنوته وهڅول مګر رايې يې بیا بې ارزښته لاړې،ځکه چې دلته د پکتیکا په ګډون ډېرې رايې باطلې اعلام شوې. نوموړی وايي، چې اوس سیاست د شخصي ګټو د خوندیتوب یوه وسیله ده،یو نوماند به بل ته (بې ناموسه) وایه، مګر اوس ورسره په یوه څوکۍ ناست وي. اقبال علي وايي: دوی زموږ په رايو ملنډې وهي، هغوی  ته ولس مهم نه دی، خپلې ګټې پسې غواړي.
په تېر وار ټاکنو کې رسنیو داسې تبلیغوله چې ګواکې د خلکو د پراخ ګډون په خاطر په ځینو مرکزونو کې د رایو پاڼې تر غرمې مخکې خلاصې شوې، د دې ادعا د رد اړوند د چارو شنونکي وحید مژده له نن ټکی اسیا سره په مرکه کې ويلي دي:«د هر سايټ هرمحل لپاره شپږـ شپږ سوه د رايې اچونې کاغذونه لېږل شوي وو، تاسې فکر وکړئ که چېرته د یو کس په رایه اچونه یوه دقیقه مصرف وبولو، نو لس ساعته وخت پکار وو، چې دا شپږ سوه رایې پاڼې خلاصې شي؛ خو چې په لس یا دوولس بجو رايې پاڼې خلاصېږي، د دې مانا دا ده لکه د انتخاباتو کمیسیون چې په ډاګه وايي ـ چې له مخکې نه په صندوقونو کې رايې اچول شوي دي»
ویل کېږي په تېرو ټاکنو کې ځینو خلکو ځکه رايه وکاروله چې پسرلي په لومړيو کې امنیتي تهدیدونه نسبتاً کم وي، مګر بیا هم د ټاکنو په ورځ طالبانو د یوزر اته اتیا بریدونو د کولو ادعا وکړه، چې یادې شمېرې ته په کتو، د پسرلي د وروستۍ میاشتې په وروستیو کې ښايي امنیتي پېښې ډېرې شي.
د ولسمشر حامد کرزي لومړي مرستیال هم اندېښنه ښوودلې چې ښايي طالبان راتلونکې ټاکنې ګډوډې کړي، ځکه خو خلک راتلونکو ټاکنو ته د يوې لوبې په سترګه ګوري. اود شنونکو په باور د کابل په ګډون ګڼ شمېر ولایتونو کې خلک، د بې باورۍ، نا امنۍ او سیاسي لوړدرک له امله ګډون نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x