افغانستان

ننګرهار: د داعش او منګل باغ ډلې ترمنځ نښتو کې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل):  د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش او منګل باغ ډلو ترمنځ نښتو کې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اچین ولسوالۍ امنیتي چارواکي نښتې مني؛ خو په نښتو کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه له څرګندونو ډډه کوي.

د اچین ځايي خلک وايي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د منګل باغ جنګیالیو د «باندر سر» او «برېښ مامد» په سیمو کې پاټکونه جوړ کړي او د داعش جنګیالو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

د دوی په خبره، دواړه ډلې د دغه غره لرګي وهي او د ډیورنډ پولې اخوا یې اړوي.

د ځايي سرچینو په حواله، د دواړو ډلو ترمنځ نښتو کې د منګل باغ ډلې اته تنه وژل شوي او څلور تنه یې ټپیان شوي، چې ټول د قبایلي سیمې اپریدیان دي او همدارنګه د داعش ۱۲ تنه وژل شوي.

داسې راپورونه هم شته چې د داعش جنګیالیو منګل باغ هم ژوندی نیولی دی.

منګل باغ د لښکر اسلام په نامه جنګي ډله لري او د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې فعالیت کوي.

طالبانو له دواړو ډلو داعش او منګل باغ ډلې سره نښتې کړې وې او د اچین ډېرې سیمې یې ترې پاکې کړې وې، چې د حکومت د مداخلې له امله بېرته پخوانیو سیمو ته راګرځېدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد حذیفه

ههههه داعشیانو له منګل باغیانو سره وجنګ او جګړی ته د مبرر او جواز پیداکولو دپاره د کفری فتوا لګولو نه ګټه اخیستی وایې شریعت ته یې غاړه نه ایښوده هههه دا چی څه رقم منګل باغیانو و شریعت ته غاړه نه ایښوده چی له امله یې دکفر فتوا په صادره شویده داعشی خوارجو یې په اړه ډیره توضیح نده ورکړی لاندی پی ډی اف فایل کښې یې د منګل باغیانو یعنی عسکر اسلام یا لښکر اسلام ډلی په اړه دکفر فتوا او نور ډیر غزعبلات لکه له روافضو سره په افغانستان کښې جګړه او نور ډیر څه لیدلی شی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x