د ولسونو او نظامونو په جوړولو او ورانولو کې د تعليم، فکر او فرهنګ نقش (پنځمه برخه)

د مولوي عبدالهادي (مجاهد) ليکنه

د يرغلګرو په ګټه د ولس د عامه ذهنيت جوړول په افغانستان کې د غربيانو يو بل تر ټولو لوی هدف

کفري يرغلګرو هېوادونو تل کوښښ کړی چې ټوله اسلامي نړۍ د ځان لپاره تسخير کړي، او دلته د هر څه واک او اختيار په خپل لاس کې ونيسي. دې هدف ته د رسېدلو لپاره دوئ د جګړې او سياسي فعاليتونو تر څنګ د نرم قوت له کارولو کار اخيستی او د جګړې په نسبت يې د نرم قوت د کارولو لاسته وروړنې هم ډېرې دي.

د نرم قوت چې دوئ يې (soft power) بولي ډېر شکلونه دي چې مهم يې سياسي روابط، تعليمي پانګوونه، د غربي افکارو، عقائدو او نظرياتو خپرول، تبليغاتي وسائل په اچول، اقتصادي فعاليتونه، د بېلابېلو پروژو له لارې له ولس سره مستقيم تماس نيول او د يرغلګرو د شتون پر افاديت يې قانع کول او همدارنګه د عامه ذهنيت جوړول يې مهم شکلونه دي.

د عامه ذهنيت جوړول د يرغلګرو لپاره تر هرڅه مهم دي، او دا ځکه چې تر څو چې د عام ولس ذهن د يرغلګرو مخالف وي نو تر هغه به نه د يرغلګرو اجنډاوې او پروګرامونه عملي کېږي، او نه به هم خلک د هغوئ په خلاف له مقاومته لاس اخلي.

نو د دې لپاره چې يرغلګر د خپل ځان په ګټه د ولس عامه ذهنيت جوړ کړي لاندې اقدامات تر سره کوي:

۱- د لاسپوڅو حکومتونو قائمول:

تر څو د هغه ټولې ملکي او نظامي ادارې د خپلو اهدافو د تحقق لپاره په کار واچوي، او د هغو له لارې داسې قوانين، لوائح، دستورالعملونه، معيارونه او اصول وضع کړي چې په عملي کېدلو يې له يوې خوا د يرغلګرو د مقاصدو د ترسره کېدلو لپاره زمينه سازي وشي، او له بلې خوا په ټولو ملکي او نظامي ډګرونو کې د مخالفت او مقاومت مخنيوی وشي. او که څوک بيا د دغو اصولو او قوانينو مخالفت کوي نو هغوئ بايد د مجرمانو په حيث مجازات شي او وځپل شي، که څه هم چې هغوئ به په خپله مدعا کې پر حقه هم وي.

۲- په تر يرغل لاندې ولس کې د دين خرڅوونکو، منحرفو، دنيا پرستو او د منصب د وږيو ديني عالمانو، پيرانو او د روحانيت درواغجنو دعوه دارانو خريداري کول:

يرغلګر پورتني ياد شوي خلک د دې لپاره خريداري کوي تر څو د هغوئ د فتواوو او تأييد له لارې خپل يرغل او ناروا شتون ته جواز برابر کړي، او هم د هغوئ د منفي تبليغاتو له لارې چې د دين ترعنوان لاندې يې د مجاهدينو په خلاف کوي د جهاد او مجاهدينو په اړه عام ولس په شک کې واقع او له مقاومت څخه يې لاس پر سر کړي. دين ته دغه دول منسوب ملايان او پيران په حقيقت کې د يرغلګرو (ديني ملېشې) دي چې په په ډېره کمه بيه د دښمن لپاره خورا لوی خدمتونه ترسره کوي. او د دې ډول خلکو خطرناک نقش ته په پام سره چې د اسلامي ټولنې په خلاف يې لوبوي د اسلام پيغمبر صلّی الله عليه وسلم په خپل وخت کې د هغو ئ د (ضرار مسجد) ور ړنګ کړ، او د هغوئ هسته یې نابوده کړه.

۳- ديرغلکرو په ګټه د تبليغاتو او عمومي ‌ذهن جوړونې لپاره د فرهنګيانو خريداري:

امریکا د دې هدف لپاره پخپله هم خورا ډېر وسايل په كار واچول، او د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت چارې يې هم داسې افغانانو ته ور وسپارلې چې په پوره اخلاص د غرب د سياسي، اقتصادي او فرهنګي اهدافو لپاره کار کوي.
دغو غرب پلوو د خپلو بادارانو د فرهنګ د متعارف كولو لپاره نوې جريدې، اخبارونه، مجلې، فرهنګي ټولنې، راډيوګانې او كيبلي تلويزوني چينلونه پرانيستل. دوئ شپه او ورځ په دې هڅه كې دي چې څنګه امريكایي او اروپايي یرغلګر افغانانو ته د نجات د ملائكو په حيث معرفي كړي.

غرب پخپله هم زموږ د اصلي اسلامي فرهنګ د مسخه كولو لپاره خپلو راډيويې پروګروامونو كې څو برابره زياتوالى راووست. د مثال په ډول د امريكا غږ، بي بي سي، د ازادۍ راډیو، د المان غږ راډيو، د ماسكو راډيو او نورو راډيوګانو چې پخوا به يې په ۲۴ ساعتونو كې د افغانانو لپاره يوازې يو يا دوه ساعته خپرونې کولې اوس دا ټولې په مجموعي شکل په يوه شپه او ورځ کې په سلګونه ساعته خپرونې لري، او ټولې د بېلابېلو پروګرامونو له لارې د افغانانو د فرهنګ د بدلولو لپاره كار كوي.

بي بي سي، امريكاغږ، المان غږ او د ازادۍ راډيوګانو په اوسني وخت كې پ مسلکي لحاظ د افغانانو تر ټولو غښتلي او مشهور ليكوالان، ژورنالستان، نوي اديبان او فرهنګيان په كرايه نيولي دي. او حتی ځيني هغه ليكوالان يې هم د خپل ځان لپاره مسخر كړي چې يو وخت يې په جهادي خپرونو او فرهنګ كې لاس او شهرت درلود.

۴- د يرغلګرو په ګټه د تعليمي بهير عيارول:

غربي يرغلکرو تر ير يرغل سمدستي وروسته د راتلونكي نسل د روزلو لپاره زموږ د هېواد تر ټولو مهم تعليمي مراكز پخپل كنټرول كې ونيول. له تعليمي نصاب څخه يى ټول هغه مفردات و وېستل چې په جهاد، اسلام، اسلامي تاريخ، ازادۍ او له كفارو سره په دښمني پورې يې اړه لرله. او دا هر څه يې د داسې چا په لاس له تعليمي نصابه و وېستل چې يو وخت يې په خپله د اسلامي فرهنګي مرکزونو د چلولو افتخار هم درلود، خو اوس د ډالرو سېلاب ته ټينګ نه شول او په پوره خسّت او بې شرمۍ د امريکايي مشاورينو تر څارنې لاندې د اشغال د حکومت لپاره د فرهنګي او تعليمي ملېشو نقش ادا کوي.

امريكايانو د افغانستان تر اشغالولو وروسته دلته د تعليم او تربيې په وزارت كې هغه نصاب د تطبيق لپاره راوړ چې د امريكا د (نبراسكا) د پوهنتون لخوا د افغانستان لپاره جوړ شوی وو.

المان يو ځل بيا (اماني ليسه) د دونيم ميليونو ډالرو په مصرف په الماني طريقه فعال كړه، ځكه چې المانیان پوهېږي چې له اماني ليسې څخه چې څوك فارغېږي حتما به يوه منصب ته رسېږي، او بیا به د دوئ په درد خوري. فرانسې هم بيا د استقلال د ليسې چارې تر خپل نظارت لاندې ونيوې.

د عالي تحصيلاتو په لړ كې يرغلګرو امريكايانو په كابل كې د (امريكايي پوهنتون) پروژه عملي کړه چې د بېروت، قاهرې او د استانبول د (امريكايي پوهنتونونو) په څېر به د غرب پلوو حکومتونو لپاره كدرونه تياروي.

۵- د غربيانو په اصطلاح د منځلاري اسلام پلويان په خپله ګټه کارول:

غرب چې د افغانانو په خلاف په فکري او فرهنګي ډګرونوکې دکار کولو لپاره څومره غربي شوي افغانان له ځانه سره راوستلي دي له هغوئ څخه څه ګيله نشته، ځکه چې هغوئ پرون هم په ښکاره د دښمن په صف کې ولاړ خلک ول او افغان ولس هغوئ ته د پردیو په سترکه کتل، او نن هم هغوئ ديرغلګرو په صف کې ولاړ دي، او له افغانانو سره په هر اړخيزه جګړه کې دي. خو د افسوس خبره دا ده چې يوه ډله نور (فرهنګيان) چې د کمونيزم په خلاف د جهاد په کلونو کې به يې ځانونو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ پالونکي او وارثان ويل، د جهاد او مهاجرينو په چاپيريال كې به يې د ځينو اسلامي او عربي مؤسسو په مالي مرستو ځانونه هم د ښو او تحريکي مسلمانانو په حيث مطرح كړي وو، او اسلامي نشرات به یې هم درلودل، خو اوس هغوئ هم د (فرنګي) (فرهنګيانو) په څېر د يرغلګرو په خدمت كې پراته دي، او د جهاد او مجاهدینو په خلاف د تشکیک او منفي تبلیغاتو پروژه یې له یر غلګرو په ټیکه اخیستې او په ډېرې نامردۍ دوئ هم په دې اشغال شوي هېواد کې له يرغلګرو سره يو ځای په کار کولو د غرب د (کافرې ډېموکراسۍ) مخ ورسپينوي، او د دې خدمت په بدل کې په لاسته وروړو ډالرو او نورو امتيازاتو په خپل ګومان خپله دنيا او هم خپل آخرت (ښايسته؟!) کوي.

حقيقت دا دی چې دغه ډول (فرهنګيان) د اشغال په تعليمي اداره کې په خپل شراکت هم خپل ځان تېرباسي، او هم په خپل دې کار د ولس د تېر اېستلو په کار کې اخته دي، او د اشغال په خلاف د روان برحق جهاد د لارويانو په خلاف يې د (تشکيک) پوخ سنګر سمبال کړی دی چې فايده يې په يقيني ډول د اشغالګرو غربيانو په ځولۍ کې ورلوېږي. ای کاش چې دغه خلک رښتيا هم د (اولوياتو) په هغې (فقهې) چې دوئ يې دعوی لري پوه شي او عمل ورباندې وکړي، نو په هغه وخت کې به يې خپل قدرمن استعدادونه رښتيا هم د (اسلامي فکر) د خدمت په لار کې کارولي وي.

خو د امريکايانو په لاس د جوړ شوي حکومت تر سيورې لاندې په کار کولو او د دې حکومت د تعليمي پروژې په چلولو دغه خلک په حقيقت كې تر (سيکولرو فرهنګيانو) هم ډېر بد دي، ځكه چې دوئ اوس هم خپله مفكوره خلكو ته د اسلام په حيث وړاندې كوي، خو د کافرو اشغالګرو غربيانو او د هغوئ د افغانو مرتدو ملګرو په خلاف د (فرض جهاد) په اړه يې نه يوازې دا چې خپل شرعي مسؤوليت ته شا کړې ده بلکې د ښارونو متدينو ځوانانو ته یې هم شکونه وراچولي دي. دغه ډول خلک يا په زړه خيرن دي، او يا يې د بصيرت سترګې دومره كمزوې شوې دي چې د ازادۍ او غلامۍ تر منځ ښكاره توپيرونه هم نه ويني.

دغو فرهنګیانو یا خو لا تر اوسه پورې د غرب مكاري نه ده درك كړې، او يا دوئ هم د بد نيت خاوندان دي چې د (په هر څه كې د اعتدال) تر شعار لاندې د اسلام (ثوابت) هم ترپښو لاندې كوي، او په آگاهانه ډول د دښمن په صف كې ولاړ دي. كه داسې نه وي نو د صليبي يرغلګرو تر سيوري لاندې اسلامي فرهنګ ته خدمت څه معنى لري؟

په عمومي ډول د تاريخي تجربو په نظر كې نيولو سره دا په زغرده ويلى شو چې (فرهنګي) (فرنګيان) د غرب لپاره د مسلمانو ولسونو په تسخيرولو کې تر (جنګي) (فرنګيانو) ډېر خطرناك وي، او دا ځكه چې هغوئ د يوه ملت افراد وژني، خو دوئ د هغه ملت دين، عقيده، ارزښتونه او معنوي پايښت له منځه وړي.

د تعليم، فکر او فرهنګ په ډګرونو کې چې تر څو د مجاهدېنو او د اسلامي نظام لپاره د فعاليت کوونکو له لوري ژور، هراړخيز او مسلسل فعاليتونه نه وي تر سره شوي، او د اسلام د غوښتنو مطابق پاخه عصري او ديني نصابونه او فعاله مېډيا نه وي رامنځته شوي، د اسلامي نړۍ او په خاص ډول د افغانستان وضعيت به د دښمنانو په ګټه او د مسمانانو په تاوان روان وي، او د دې ولس بچيان به په هغه چا پسې ځي چې د چا کتاب يې په لاس کې دی او د چا مېډيايي پروګرامونه ويني او اوري.

په دې لاره کې تر ټولو ستر او مهم قدم دا دی چې موږ په خپلو تعليمي نصابونو کې د کفر او بې لارېتوب د معاصرو انواعو او اشکالو په اړه معلومات وړاندې کړو، او په پوره جرأت او بصيرت د هغو په اړه نوي نسل ته شرعي حکم بيان کړو، او پدې کار کې د هېچا خاطرداري ونه کړو.

۶- د عدم تشدد د مبارزې پراخ او مسلسل تلقين:

پداسې حال کې چې غربيان د اسلامي هېوادونو د اشغالولو او د مسلمانو ولسونو د تسخيرولو په لاره کې خپل تر ټولو پرمختللې جنګي ټکنالوژي او تر ټولو ويجاړوونکي حربي وسائل کاروي او خلکو د مرعوبولو په مقصد له بېلابېلو وېروونکو جنګي لارو چارو کار اخلي تر څو د مقابل لوري د مقاومت روحيه وځپي او تسليمېدو او يا د ساحې پرېښودو ته يې اړ کړي، په عين وخت کې د خپلو غلامانو په توسط تر يرغل لاندې راغلي ولس ته د (صبر)، (زغم) (اعتدال) او (د عدم تشدد) د مبارزې تلقين ورکوي، او هڅه کوي پدې يې قانع کړي چې له مسلح مقاومته څه نه جوړېږي. او دا چې که ولسونه غواړي چې آزادي دې ترلاسه کړي نو تر ټولو غوره او مأمونه لار يې د هغه قانون په چوکاټ کې چې دوئ جوړ کړی سياسي فعاليت، مدني اقدامات او د عدم تشدد مبارزه ده.

غربي اشغالګر د تر يرغل لاندې راغليو مسلمانانو د غلطولو په هدف هغوئ ته د عدم تشدد د مبارزې په ډګر کې د (ګاندي)، (نلسن مانډېلا) او د اشنغر د (عبدالغفارخان) مبارزې په مثال کې وړاندې کوي. پداسې حال کې چې (ګاندي) او (نلسن مانډېلا) دواړه د عقيدې په لحاظ (صريح کافران) او عبدالغفار خان د انګرېزي استعمار تر ادارې لاندې په پېښور کې د عيسايي مبلغينو لخوا په چلېدونکي (مشن سکول) کې يو تربيه شوی شخص او بيا وروسته کمونيزم ته مايل يو سيکولر نشنلست مشر وو.

د (ګاندي)، (مانډېلا) او (عبدالغفارخان) يوه مبارزه هم د مستعمرينو په خلاف ديني مبارزه نه وه، او نه هغوئ د مستعمرينو له (دين)، (فرهنګ) او تمدن سره اختلاف درلود، بلکې (ګاندي) او (مانډېلا) د سياسي آزادۍ تر اخيستلو وروسته هم خپل نظامونه د غربيانو په اصولو جوړ کړل، او خپل ولسونه يې د غربيانو د قوانينو مطابق اداره کړل. او د عبدالغفارخان لارويانو هم په اول کې د چپي افکارو په لرلو د شوروي اتحاد لمنه نيولې وه، او د هغه تر ړنګېدلو وروسته يې د غربي لبرال نظرياتو او پالېسيو په خپلولو يې د امريکايانو ملګرتيا ته پداسې حال کې زړه ښه کړ چې امريکايانو تقريبا په ټوله اسلامي نړۍ کې د اسلامپالو په خلاف خپله خونړۍ جګړه شروع کړې ده.

د پورتنيو درېواړو اشخاصو افکار او د هغوئ د سياسي مبارزو نوعيت کله هم د کافر دښمن په مقابل کې د مسلمانانو لپاره ماډل نشي کېدای، ځکه چې د هغه اسلامي جهاد چې د مسلمانانو د هراړخيزې آزادۍ د حاصلولو او د اسلامي نظام د قائمولو لپاره پيل شوی وي عقيده، نظريه او تګلاره هم بايد له اسلامه واخيستل شي، نه دا چې تش په نامه دې د آزادۍ حرکت وي او نور دې په حقيقت کې په فکري، سياسي، فرهنګي او ټولنيز لحاظ بېرته ځان د غرب غېږې ته ور اچول او د اسلام د حاکمولو په خلاف درېدل وي.

خو دا چې غربيان دلته د مسلمانانو په خلاف په يوه سخته جګړه کې راګير او له درنو تاوانونو سره مخ دي نو هڅه کوي د مسلمانانو نوی نسل د (ګاندي)، (مانډېلا)، او (عبدالغفارخان) پر لار په روانولو له شرعي جهادي مبارزې څخه مصروف او پدې ډول د تر اشغال لاندې ولسونو سنګرونه له ځوانانو خالي کړي.

۷- د مدني ټولنو د فعاليت تر نامه لاندې غرب پلوو عناصرو ته په ټولنه او نظام ځای جوړول:

په اسلامي ټولنو او هېوادونو د مدني ټولنو په نامه

د مدني ټولنو په نامه فعالان دخپل ځان په اړه وايي چې دوئ د ولسي خلکو له منځه نادولتي خدمتګار خلک دي چې له دولت څخه د عامو خلکو د حقونو د اخيستلو لپاره هلې ځلې او خلکو ته د هوساينې د فرصتونو د برابرولو لپاره کار کوي. خو په حقيقت کې د مدني ټولنې فرهنګ او پديده د غرب په پانګه وال نظام کې د زبېښګرو لويو سرمايه دارانو او کمپنيو له لوري پدې مقصد رامنځته کړای شوې چې له يوې خوا دغو د مدني ټولنو فعالانو ته له خپلو لويو سرمايو څخه د لږ څه په ورکولو هغوئ د خپل ځان په ګټه د فرهنګي او اجتماعي فعالينو په توګه استعمال کړي او د ډېرو سطحي کارونو په کولو د ټولنې د ځپل شوې طبقې د اغفالولو او د سرمايه دارانو له اقتصادي جناياتو څخه د عامو خلکو د پام د اړولو په مقصد ورڅخه کار واخلي، او له بلې همدوئ د سيکولرو نظرياتو په لرلو د ديني ټولنو پر ضد راپورته کړي. په غرب کې د مدني ټولنو په نامه فعالينو دا دواړه کاره وکړل، د ديني شعارونو، عباداتو او ارزښتو په خلاف مبارزه يې د خپلو فعاليتونو محور وګرځوله، او پدې ډول يې په غربي سيکولره ټولنه کې يې ځانته ځای جوړ کړ، او وروسته بيا همدغه څه غربيانو تر خپل تأثير او تسلط لاندې اسلامي هېوادونو ته هم راصادر کړل.

کله چې غربيانو افغانستان اشغال کړ، دلته يې وليدل چې په ټولنه کې ديني توجهات او له غربيانو کرکه په ټول قوت سره وجود لري،او بايد دوئ دغه دواړه توجهت له منځه يوسي نو هماغه وو چې د خپل ځان په ګټه د ټولنې د ذهن جوړونې او د ښارونو په خلکو کې د غربي مدني ارزښتونو د خپرولو او د اسلامپالنې په خلاف د درېدلو په مقصد يې دلته هم د مدني ټولنو به نامه تشکيلات رامنځته کړل، او بې دينه، د لوېدلو اخلاقو خاوندان، له غربه متأثر او د يرغلګرو پلويان يې ورکې توظيف کړل، او په مالي او تبليغاتي لحاظ يې د هغو ملاتړ وکړ.

په افغانستان کې خلکو وليدل چې د مدني ټولنو فعالينو په ټول قوت د يرغلګرو خوا ونيوله، د حجاب په خلاف او د غربي فرهنګ د رواجولو لپاره يې ډېر شرمېدلې فغاليتونه وکړل، په (متدينو مسلمانانو) یې پسخندونه ووهل، خو د (خرو) د درناوي لپاره يې غوندې جوړې کړې او لګيا دي په بېلابېلو شکلونو د بهرنيو مؤسساتو، مسيحي ټولنو، غربي سفارتونو او د بهرنيو اشغالګرو قواوو په ملاتړ خپلو هڅو او فعاليتونو ته دوام ورکوي تر څو پدې ولس او هېواد کې د غربيانو په ګټه د نوي نسل ذهن جوړونه وکړي.

جهادي لوری که د مسلح مقاومت تر څنګ په ښه مؤثر او پراخ ډول د عامه ذهنيت جوړولو لپاره يوه افغانستان شموله استراتېژي، د تطبيق پروګرامونه ونه لري، او دې کار لپاره وړتيا لرونکي اشخاص په کار ونه ګوماري نو د غربيانو فعاليتونه به په راتلونکي کې خطرناک او نه کنټرولېدونکي عواقب ولري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د