احـــــد تمیمي ستا تنهایي مي ژړوي

لیکنه: بخت الرحمن ((شرافت))

احد تمیمي فلسطینۍ شپارس کلنه ماشومه ده ددغه جنګ ځپلي او ناورین خوړلي هیواد دلویدیځي تړانګي په ولکه شوې سیمه کې اوسیدله.

دتیر کال ددسمبر په میاشت کي اسرائیلي صهیوني عسکر په ډلیزه توګه د احمد تمیمي دکورپه حریم باندي ور وختل، احمد تمیمي چې غوښتویې دیرغلګرو عسکرو په مقابل کې دخپل حریم دفاع وکړي دناتوانۍ او بې وسۍ په حالت کې یې دیو عسکر پر مخ باندي څپیړه ورکړه او چیغې یې کړې چې تاسو څوک یاست زما دکور حریم ته راننوزي.

له دغې پیښي څخه څه موده وړاندي همدغو یرغلګرو عسکرو داحد تمیمي دتره زوي هم وژلی وه داحمد تمیمي په زړه کې لا دتره د زوي د مظلومانه شهادت یاد تازه پروت وه چې قاتلین یې د احد کورته ننوتل، او احد تمیمه چې له وړاندي لا په قهر وه، دردیدلې وه یوه لویه چیغه یې له خولې څخه ووتله او اسرایلي یرغلګر عسکر یې مخ باندي مخامخ په څپیړه وواهه.

څیرمه ولاړو یرغلګرو عسکرو پرځای ددې چې داحد تمیمې درد درک کړي، ډاډ او تسلي ورکړي داحد تمیمې لاسونه یې ولچک، په کشولو کشولو یې په داسي حالت کې ورسره بوتله چې شاته پاتې کورنۍ ورپسې د بي وسۍ، ناتانوانۍ ، حسرت او یواځیوالي اوښکي تویولې، ټولو ورپسي د الله دالله نارې وهلي، دالله نارې یې ځکه وهلې چې داحد تمیمي کورنۍ نوره په دې پوه سوې چې دغه بدمرغه ځمکه باندي نور له الله څخه پرته څوک نشته دالله هغه پخواني زمري صفته بندګان نستې چې زمونږ ناره واوري او د مرستې لپاره راودانګي او یا دیرغلګرو دغه کرغیړن عمل وغندي، نه دچا دخولې څخه دیا معتصما ناره ووته او نه هم چا دایوبي نوم واخیست او نه هم عمر مختار دچا پرشونډو راځي، ددغې خطې وګړي نور دومره نا هیلي شوي، چي اوس دعمر مختار، صلاح الدین ایوبي او یا معتصما نومان او کارنامې خلګ دافسانو په توګه بچیانو ته بیانوي دپخوا زمانې نقلونه یې بولي.

دتیرکال ددسمبر له میاشتې څخه تر بیا تراوسه پوري احد تمیمه دصهیوني رژیم کوم زندان کې داسرایلي محکمي وپریکړي ته سترګي په لاره ده، تمیمه هره اونۍ دیوشمیر اسرائیلي عسکرو له لوري په داسي حال کې عدالت ته راوړل کیږي ته به وایې چې دوخت عمر مختار او یا صلاح الدین ایوبي یې نیولی.

په لسګونو عسکریې بدرګه کوي ټینګ امنیتي تدابیر نیول شوي وي، څوک ورته نږدې نه پریږدي وړاندي ولاړ کسان ورته دسرسخت دښمن په نظر ګوري دنیا والو ته داسي انځور وړاندي کوي لکه احد تمیمې چې نیمه نړۍ ورانه کړې وي.
داحد تمیمې محاکمه ولي دومره تشهیریږي ولي صهیوني رسنۍ ورته دومره زیات اهمیت ورکوي ، ایا څه فکرکوۍ اسرایلي رسنۍ له احد تمیمې سره خواخوږي ښیې دفاع کې یې له زندانه تر دیوانه بدرګه کوي.

نه داسي هیڅ نسي کیدای، بلکې صهیوني عسکر او یهودي رسنۍ غواړي مسلمانوته پیغام ورکړي چې تاسو څومره مظلوم یاست څونه بي وسه او ناتوانه یاست، یوه مسلمانه ماشومه په داسي حال کي چې دیرغلګرو په مقابل کې دخپل حریم دفاع کوي یو عسکر باندي لاس پورته کوي هغه مخ باندي په څپیړه وهي.

عسکریې نیسي لاسونه یې تر شا ور تړي زندان کې یې اچوي اوبیا یې هره اونۍ کې داسي حال کې محکمې ته بیا یې لکه دټولي نړۍ امن چې یې تهدید کړی وي.

مسلمانانو خبریاست داحد تمیمې نیول او زنداني کول مونږ ته څه پیغام راکوي، یهودان غواړي مونږ خبر کړي چې مونږ کولای سو ستاسو کورته درشو ستاسو دکور حریم باندي درننوزو هلته که ستاسو بچیان یا بچیانې کوم عکس العمل وښیې مونږ یې لاس تړلي راسره راوړو.

خو برعکس که چیري زمونږ کوم عسکر ستاسو حریم کې دننه هرڅومره فجایعوي وکړي تاسو حق نه لرئ چي هغه څخه پوښتنه وکړئ، څرګند مثالونه یې دپاکستان په لاهور ښارکې دریمنډ ډیوس او افغانستان کندهارکي رابرټ بیل دې، یوه یې دلاهور په ښارکې سپینه ورځ باندي دوه پاکستاني وګړي په مخامخ ډزو باندي ووژل او بل یې بیا دکندهار په پنجاوي کې نیمه شپه ۱۶ (شپږلس) شپارس کسان په میرمیو سوري سوري کړو او وروسته یې وجسدونوته اور واچوه.

رابرټ بیل له کندهار څخه امریکا ته ولاړ نه یې چا غوښتنه وکړه او نه یې هم چا لاسونه شاته وتړل، نه محاکمه سو او نه هم ترمحاکمي پوري ورسره افغاني عسکر بدرګه سوو.

ریمنډ ډیوس بیا د زندان پرځا دلاهورښار کوم میلمستون کې دڅوشپو لپاره دمیلمه په توګه وساتل سو، چې شراب او کباب ورته اسلام اباد کې د امریکا له سفارت څخه راوړل کیدو، له څه وخت میلمه پالنې څخه وروسته په ډیر احترام او درناوي سره دخاصې الوتکي په واسطه له لاهور څخه افغانستان باګرام امریکایې اډي ته واستول سو هلته یې دامریکایي عسکرو له لوري تود استقبال وسو او وروسته امریکا ته ولیږل سو.

خو افسوس زر ځلي افسوس، ژړا سل ځلي ژړا زما دکا کا زويه پرون ریمنډ ډیوس سپینه ورځ ستا په کورننوت هلته یې دوه کسان مخامخ ووژل میلمه پالنه یې وسوه اوپه عزت کورته واستول سو، رابرټ بیل په نیمه شپه زما کورته راننوت دکور واړه زاړه یې ټول ووژل، به عزت تر کوره ورسول سوو، خو احد تمیمې چې دمظلومیت چیغه یې له خولې څخه ووتله دخپل عزت او ناموس په مقابل کي یې یرغلګر عسکر مخ باندي په څپیړه وواهه نن زندان کې پرته دي او هره اونۍ یې ددي لپاره دتلویزونو پر مخونو راښکاره کوي ترڅو دنړۍ مسلمانانوته وښیې چې تاسو کي نور هیڅ نه دي پاتې، شمیر مو زیات همت مو کم، داوبو پرسر دځک مثال لرۍ په یوه پوه باندي مو ټوله هوا وزي.

زما لیکنه تر ډیره حده پوري د اسلامي هیوادونو حکومتونو ته متوجه ده ملتونو ته نه، فکرکوم داسلامي هیوادونو ملتونو نن بل تر هر وخت زیاته قربانه ورکړې هرځای داسلامي هیوادونو ملتونه دیرغلکرو دظلم بربریت او وحشت ښکاردي، قرباني بیاهم ملتونه ورکوي زندانونه بیاهم په ملتونو ډک دي، ویني هرځای دملتونو بهیږي.

کاش داسلامي هیوادونو حکومتونو دیرغلګرو مرسته نه وی کړي، دخپلو ملتونو دځپلو لپاره یي څنګ ته نه وي دریدلي دیرغلګرو لپاره یې دخپلو ملتونو لاسونه شاته نه وی تړلي، یرغلګر او ملت یې سره پریښي وای.

افسوس چې نن یرغلګر راته د ارام سا اخلي داسلامي هیوادونو حکومتونه یې له خپلو ملتونو سره په جنګ اچولي هغه جګړه چې غرب او یهودانو به ډیر څه نه وی ګټلې اوس یې دسیمي لاسپوڅي حکومتونه په نه شي ورته ګټي.
هغه مرمۍ ضد موټر چې احد تمیمه یې لاس تړلې ورکي واچوله داسلامي هیوادونو په تیلو چلیږي هغه لویې او ستري الوتکي چې سوریه، عراق او افغانستان کې پر مسلمانو ملتونو باندي درانه درانه بمونو غورځوي داسلامي هیوادونو په خامو موادو باندي جوړیږي او ددغو هیوادونو دتیلو په مټ تر دغه ځایه رارسیږي.

لویه ربه غرب پلوه تش په نامه اسلامي حکومتونو څخه مسلمان ملتونه خلاص کړي ورته صالح اوپه دین او هیواد مین حکومتونه اومشران ورنصیب کړې.
بخت الرحمن شرافت

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
pattang
میلمه
pattang

وروره خبرې د روغې دي خو دا عکس د عربې نجلۍ ندۍ او یوه غربي په ځواني مسته نجلۍ ده ! درسته ده چې په افغانستان او عربو کې هم شنې سترګې او زیړ ویښتاني انسانان شته خو ددې نجلۍ له مخه دغم او غوسې لوګی نه مالومیږي !!
الله دې مونږ ته اسلامي او عنعنوي لارې خلاصې لري !