fbpx

رخصت په سپېڅلي شریعت کي (۳)

لیکنه : احمدمدثر دلسوز

یوه خبره چي ډېره لازمي ده هغه دا چي کله پر رخصت باندي عمل کول هم واجب ګرځي، لکه د مجبورۍ په وخت کي د مرداري خوړل کچیري په هغه وخت کي مرداره ونه خوري نو د مرګ وېره وي ، نو بیا پرې د مرداري خوړل واجبیږي ، ځکه که په دغه وخت کي د مرداري په خوړلو خپل ژوند ونه ساتي نو د ځان وژني لپاره یې سبب پیداکړ او پدې باندي ګناهګار دی لکه چي الله ﷻ فرمايي ﴿… وَلَا تَقۡتُلُوٓاْ أَنفُسَكُمۡۚ…٢٩ [سورة النساء,٢٩] او خپل ځانونه مه وژنئ.
﴿… وَلَا تُلۡقُواْ بِأَيۡدِيكُمۡ إِلَى ٱلتَّهۡلُكَةِ… ١٩٥ [سورة البقرة,١٩٥] او په خپلو لاسونو خپل ځانونه (په سر او مال سره د جهاد په پرېښودلو) په هلاکت کي مه غورځوئ.

او پردې خبره باندي دلیل دادئ چي مرداره ، د خنزیر غوښه ، د بل چا په نوم د ذبیحې غوښه ، شراب او داسي نور شیان چي پر انسان باندي حرام سوي دي دا هم بدن ته د زیان رسېدو په خاطر ، مثلا : شراب د عقل لمنځه وړونکي دي او یا هم د خنزیر غوښه چي په طبي لحاظ سره که دوامداره وخوړل سي نو د ډول ډول بې علاجه مریضیو لامل کیږي او په سم ډول پخېداي هم نسي ځکه په طبیعي لحاظ سره الله ﷻ همداسي جوړي کړي چي ډیري کلکي او له ډول ډول میکروبونو څخه ډکي دي چي په راتلونکي کي به یې تاوانونه په مفصل ډول بیان سي، خو کله چي ژوند له مرګ څخه ساتلاي سي نو بیا یې خوړل او یا څښل واجب کیږي ، ځکه انسان ددې حق نلري چي ځان ووژني او یا ځان وژلو ته نږدې کړي پداسي حالت کي چي شریعت د ځان وژني اجازه نه وي کړې او دا ځکه چي د انسان ژوند د انسان خپل ملکیت ندی بلکي دا د حقیقي خالق ﷻ ملکیت دی او انسان ته یې دا ژوند د امانت په ډول سپارلی دی ، نو انسان دا حق نلري چي له اصلي مالک له اجازي پرته په امانت کي خیانت وکړي او د رخصت په دې ډول عمل کول واجب دي او احناف بیا د رخصت وډې ډول ته رخصة لاسقاط وايي، ځکه چي په داسي حالاتو کي د حکم اصلي حالت له منځه ځي او یواځي په رخصت عمل کول باقي پاتي کیږي.

د رخصت د اثبات دلایل له قرآن عظیم الشان څخه :

– الله تعالی ﷻ په قرآنکریم کي فرمایي : ﴿…يُرِيدُ ٱللَّهُ بِكُمُ ٱلۡيُسۡرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ ٱلۡعُسۡرَ… ١٨٥ [سورة البقرة,١٨٥] یعني الله تعالی ﷻ پر تاسي باندي د آسانۍ اراده لري او اراده نلري (یعني نه غواړي) پر تاسي باندي د سختۍ.

لکه څرنګه چي پورتنی آیت د هغه چا په اړه نازل سوی دی چي پر هغو باندي روژه سخته وي چي یا مریض وي او یا هم په سفر کی وي نو هغوی ته رخصت دی چي روژه وخوري.

همدارنګه (عن أبي هریرة رضی الله عنه عن النبی ﷺ قال : (ان الدین یسر، و لن یشاد الدین أحد الا غلبه، فسددوا و قاربوا و أبشروا، و استعینوا بالغدوة و شیئ من الدلجة) رواه البخاري.

ابوهریرة رضی الله عنه له رسول الله ﷺ څخه روایت کوي چي رسول الله ﷺ فرمایلي دي : بېشکه د اسلام دین آسانه دی هیڅ څوک په دین کي سختي نکوي (دا چي خپل ځان له طاقته پورته مکلف کړي) مګر دا چي دین پرې غلبه کوي (دین پرې سختیږي او پاي کي هر څه ترې پاتي کیږي) نو میانه روي کوئ، د عبادتونو خواته نژدې کېږئ (د عبادتونو په اداء کولو حق او سموالي ته نژدې کیږئ) او زیرۍ ورکړئ (په دې خوښ سئ چي الله تعالی ﷻ په هغه عمل اجر ورکوي چي دوام پکي وي که څه هم لږ وي) د خوښۍ او تکړه توب په وختونو کي عبادت وکړئ (د مسافرو په څېر چي په سهار ، له غرمې وروسته او د شپې په یوه برخه کي مزل کوي او پرته له ستومانتیا منزل ته ځان رسوي).

سوال : که یو څوک ووايي چي الله ﷻ چي هرشي ته اراده وکړي نو هغه فورًا کیږي ، پدې مقام کي کښي الله ﷻ فرمايي ﴿يُرِيدُ ٱللَّهُ بِكُمُ ٱلۡيُسۡرَ﴾ یعني : الله تعالی ﷻ تاسو ته د آسانۍ اراده لري ، نو په کار دا وه چي هیڅکله باید په چا باندي روژه نه وي سخته سوې، ځکه چي د الله ﷻ د ارادې څخه خو تخلف ممکن نه دی؟

جواب : موږ وايو چي د الله ﷻ اراده په دوه ډوله ده : یوه ډول اراده په تکویناتو کښي ده او بل په تشریعاتو کښي ، په اول ډول اراده کښي رښتیا چي تخلف ممکن ندی ، خو هغه دلته مراد نده بلکی دلته دوهم ډول اراده ده ځکه چي دا بحث د تشریعاتو او احکامو دی.

نو مطلب یې داسي کیږي چي : الله ﷻ په احکامو کښي په تاسو باندي دومره سختي نه راولي چي د هغې د توان څخه تاسو ونه سئ وتلئ، لکه چي فرمایې : ﴿لَا يُكَلِّفُ ٱللَّهُ نَفۡسًا إِلَّا وُسۡعَهَاۚ…٢٨٦ [سورة البقرة,٢٨٦] یعني : الله ﷻ هیڅ نفس مکلف نه ګرځوي مګر د هغه د وس په اندازه.

او فرمايي : چي ﴿…وَمَا جَعَلَ عَلَيۡكُمۡ فِي ٱلدِّينِ مِنۡ حَرَجٖۚ … ٧٨ [سورة الحج,٧٨] یعني : الله ﷻ په تاسو باندي په دین کښي حرج نه دی ګرځولی (داسي احکام یې درباندي نازل کړيدي چي د هغو عملي کول په تاسو باندي مشکل سي) لکه چي فرمايي :﴿ إِن يَسۡ‍َٔلۡكُمُوهَا فَيُحۡفِكُمۡ تَبۡخَلُواْ وَيُخۡرِجۡ أَضۡغَٰنَكُمۡ ٣٧﴾ ﴿سورة محمّـد,٣٧﴾ یعني : که الله ﷻ ستاسو څخه ټول مالونه وغواړي (چي خیرات یې کړئ) په کلکه یې در څخه وغواړي نو بخل به وکړئ او د زړه خیري به مو راوباسئ (خو داسي نه کوي؛ ټول مالونه در څخه نه غواړي).

وضاحت : یو هوښیار ښوونکي ته د خپلو شاګردانو استعداد ښه معلوم وي چي دا سوال ورته مشکل دی او دا ورته آسان دی نو په خپلو شاګردانو باندي شفقت کوي ، هغه سوالونه ورته په امتحان کښي نه وړاندي کوي چي حل کول يې په زده کوونکو باندي مشکل کیږي که څه هم حق لري چي هر ډول پوښتنه ترې وکړي.

الله ﷻ ته د خپلو بندګانو خوی، خاصیت، استعداد، قوت، کمزوري او ټول شیان ښه معلوم دي، اختیار لري چي په هر ډول احکامو باندي یې امتحان کړي، مګر د خپل لطف او مهربانۍ د امله ورباندي اساني راولي او درانه احکام ورباندي نه فرضوي. د همدې کبله یې مریض او مسافر ته د روژې نه نیول جائز کړيدي چي په بل وخت کښي به ئې قضائي راوړي، او زړو خلګو او مزمنو مریضانو ته یې د فدیې په ورکول باندي خبره آسانه کړېده.

نو که څوک ووايي چي قضائي راوړل او یا فدیه ورکول هم یو ډول حرج دی او سختي پکښي سته، نو دا به داسي مثال ولري چي یو زده کوونکی وواي چي د استاذ شفقت به پر موږ باندي هغه وخت تحقق ومومي چي په سپینه پارچه باندي پوره نمرې راکړي او په اصطلاح ټولو شاګردانو ته په یوه نظر وګوري، نوددې معنا داده چي اصلاً دي امتحان نه اخلي.

نور بیا…..

مأخذونه :
صحیح البخاري، صحیح مسلم، سنن الترمذي، سنن أبي داؤد، مسند امام أحمد.
التیسیر شرح الجامع الصغیر.
مجمع الزوائد.
التلویح.
المستصفی.
أصول الشاشي.
الوجیز في أصول الفقه.
جمع الجوامع.
الأشیاء والنظائر.
سلم الثبوت.
منهاج.
احکام الأمدي.
بحر المحیط.
القواعد والفوائد الاصولیة.
المحصول في أصول الفقه.
مختصر ابن الحاجب.
عزیز التفاسیر.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د