fbpx

پر انټر کانټنینټل هوټل د برید جزييات لا هم پټ پاتې دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): دوه اوونۍ وړاندې په کابل کې پر انټرکانټنینټل هوټل برید هغه پېښه وه، چې په هېواد د ننه او د باندې يې غبرګونونه را وپارول.

دغه بريد چې پنځو تنو طالب بریدګرو د تېرې اوونۍ په شنبې ورځ ترسره کړ، طالبانو پکې لسګونو تنو کورنیو او بهرنیو کسانو ته د مرګ ژوبلې دعوه وکړه.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک له پېښې سره هم مهاله خپل ورور کبیر احمد برمک د دې وزارت د استخباراتو مرستیال وټاکه.

ویس احمد برمک له پېښې دوه ورځې وروسته ژمنه وکړه، چې په دوو اونیو کې به د دې پېښې بشپړ جزییات له رسنیو سره شریک کړل شي.

د اوونۍ تر پایه د جسدونو پېژندل او هېوادونو ته سپارلو لړۍ روانه وه، چې پکې د کام ایر شرکت اوکرايني کارکوونکي او د ټرمپ د کمپاینر په ګډون شپږ تنه امریکايي تبعه هم وژل شوي و.

په دې پېښه کې د قربانیانو خپلوانو ويلي، چې د قرباني شویو کسانو خونې پلټل شوې او د دوی بکسونه او سامانونه لوټ شوي دي.

له پېښې دوه اوونۍ تېرېږي، خو افغان چارواکي تر دې برید وروسته د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ کې پر چاودنې مصروف ښکاري.

افغان حکومت تر اوسه نه دی توانېدلی، چې د انټرکانټنینټل هوټل د بريد جزییات له ولس سره شریک کړي.

د شنونکو په باور د حکومت چوپتیا دا ښيي چې یا دا بريد دومره مغلق و، چې حکومت خپل ويندویان پرې هم نه خبروي یا هم نه غواړي د طالبانو د برید د څرنګوالي په ښکاره کولو سره غیر مستقیم د هغوی پوځي ځواک په ډاګه کړي.

ارګ پرون د کابل ښار د خوندیتوب لپاره یوه نوې طرحه تایید کړه، چې ډېر تمرکز يې پر امنیتي کمربندونو او کابل ته راغلیو لارو پر څار شوی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د