abdullah.abdullah-2

مرګ استازی ولي په ژغورونکي ولسمشر بدل شو؟- سرمقاله

نن ټکی آسیا-سرمقاله: د می د میاشتې په ۱۸مه نیټه واشنګټن پوست ورځپاڼې د خپل لیکوال Tim Craig په قلم لیکلې مقالې کې ډاکټر عبدالله عبد الله ته د مرګ استازي نوم ورکړی دي.

دلته مونږ دا نه وایو چې ولي واشنګټن پوست ورځپاڼې ښاغلی عبد الله عبد الله د مرګ استازی بللی ،بلکې اصلي خبره مو د امریکايي مطبوعاتو په مناقفت دی چې هغوی ډاکټر عبدالله ته د دغه نوم له کارولو څه هدف لري؟

دا خو ښکاره خبره ده چې روانه ټاکنیزه پروسه،د هغې مالي تمویل،د هغې لپاره د کاندیدانو انتخاب اوپه هغې کې د یوه کاندید په مقابل کې د بل حمایت ټول د واشنګټن په دستور اولارښوونه ترسره کیږي.

ښه نو چې امریکایانو ته د ښاغلي عبدالله اصلي پیشه اومسلک (د مرګ اسازیتوب) ښه معلوم هم دی نو بیا ولی هغوی د یوې داسې پروسې مالي اوسیاسي پروسې حمایت کوي چې د هغې له لسو کاندیدانو څخه تر نیمايي ډیر د مرګ استازي او لاسونه یې د افغانانو په وینو سره دي ؟

امریکايي مطبوعات ډاکټر عبدالله له دې وجې د مرګ استازي نه بولی چې دوی د افغانانو پر مرګ ژوبله خواشیني دي ، بلکي هغوی غواړي د دغه نوم په وسیله هم د څه وخت لپاره افغانان په خپل منځ کې سره وجنګوي ، او هغوی ته دا ذهنیت ورکړي چې تاسې څرنګه ډاکټر عبدالله په ولسمشري منئ ؟ هغه خو د شمالي ټلوالې هغه شخص دی چې د خپلې واکمنۍ پرمهال یې ډیر افغانان وژلي او بیایې د هغوی د مرګ ژوبلې خبرونه خپاره کړي دي.

امریکایان چې اوس مهال په پوځي لحاظ د افغانستان د قضیې له ګټلو مایوسه شوي او په دې لاره کې سخته شرموونکې ماتې خوړلې ، اوس غواړي د دغه ډول اصطلاحاتو په کارولو سره د افغانانو ملي وحدت متضرر او د هغوی په منځ کې له رخنې پیدا کولو وروسته خپل اهداف ترلاسه کړي .

امریکایان غواړي د افغانانو په منځ کې قومي، لساني منطقوي ، تنظیمي او حتی مذهبي حساسیتونه راوپاروي، هغوی یو د بل پرخلاف وجنګوي او له دې لارې له افغان ولس څخه د خپلې هغې ماتې غچ واخلي کومه چې د تیر ۱۳ کلن مقاومت په جریان کې د دوی په برخه شوې.

افغانان ویني چې امریکایان له یوې خوا د عبدالله په څیر په بشري جنایتونو تورن کسان د خپلو پیسو او وسلو په زور پر افغانانو تحمیلوي او له بلې خوا بیا هغوی په خپلو فتنه ګرو مطبوعاتوکې د مرګ استازی بولي او په وړاندې یې د افغانانو حساسیتونه راپاروي .

د افغانستان په اړه امریکايي مکارانه تګلاره په همدغې دوه مخې پالیسي ولاړه ده چې له یوې خوا داسې څوک چې د هغه ټوله سیاسي سابقه له خپل ولس سره په تصادم او مقابله کې تیره شوي هغه ورته د مخکښ کاندید په نوم معرفي کوي او له بلې خوا بیا نورو افغانانو ته له هغه سره د مخالفت او مقابلې ذهنیت ورکوي او په دې سره د افغان ولس ترمنځ د تفرقې اچولو لړۍ ګرمه ساتي.

د نن ټکي آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د