افغانستان

هشت صبح: رحمت الله نبيل نور ممنوع الخروج نه دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): له کابله خپرېدونکې «هشت صبح» ورځپاڼه د افغانستان د لويې څارنوالۍ په حواله وايي، چې د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل اړوند د ممنوع الخروجي امر بېرته اخیستل شوی دی.

سرچينه وايي د لويې څارنوالۍ د کورني او باندني امینت د جرایمو پر وړاندې د مبارزې ریاست څخه يې داسې اسناد تر لاسه کړي چې پکې يې د رحمت الله نبیل د ممنوع الخروجي امر بېرته اخیستی دی.

وړاندې تر دې «د افغانستان د خلکو محور» ویلي و، چې رحمت الله نبیل د ځينو استخباراتي هڅو د افشا کولو له امله ممنوع الخروج اعلان شوی دی.

Nabil-sanad
هشت صبح ورځپاڼې دا سند د رحمت الله نبیل، له تصویر سره خپور کړی، چې د کیفیت خرابوالي يې لوستل ستونزمن کړي

هشت صبح ورځپاڼه کاږي، دوی ته د رسېدلو اسنادو له مخې د مرغومي میاشتې په ۱۶مه نېټه د رحمت الله نبیل د ممنوع الخروجي امر شوی، خو لس ورځې وروسته بېرته اخیستل شوی دی.

د سرچينې په حواله له ننه شل ورځې وړاندې لویې څارنوالۍ کورنیو چارو وزارت ته د یو مکتوب په واسطه خبر ورکړی او لیکلي يې دي، چې رحمت الله نبیل نور ممنوع الخروج نه دی.

د افغانستان د خلکو محور، په نوم سیاسي بنسټ چې رحمت الله نبیل يې د رهبري شورا غړی دی، تر اوسه د دې تازه معلوماتو په تړاو څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x