افغانستان

مسیر: په ټاکنو کې ډېر ځنډ د تحمل وړ نه دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): مسیر ورځپاڼه د شنونکو په حواله وايي، په راتلونکو ټاکنو کې ډېر ځنډ نور د زغم وړ نه دی.

تېره ورځ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون نوي مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد په یوه خبري ناسته کې د نورو تبصرو تر څنګ وویل، چې راتلونکو ټاکنو کې ممکن ځنډ راشي.

هغه يې د ټاکنو کمیسیون د غړو د ناوخته ټاکل کېدو پر علت سربېره ځينې اداري ستونزې یادې کړي، چې په وینا يې ښايي په ټاکنو کې ځنډ رامنځته کړي.

مسیر ورځپاڼه د سیاسي شنونکي حسن مبارک عزیزي په حواله وايي، چې که ټاکنې وځنډېږي نو د حکومت د واک ساحه به لا راتنګه شي.

هغه وايي چې پر پارلماني ټاکنو سربېره ښايي راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې هم له ځنډ سره مخ شي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر وايي، دوی به رایه ورکوونکي د کاغذي تذکرې له مخې ثبت کړې، چې د دې چارې د عملي کېدو لپاره به لومړی د نفوسو د ثبت او احوالو ریاست لس میلیونه هغو کسانو ته تذکرې ورکړې چې تازه د رایه ورکولو عمر ته رسېدلي دي.

ټاکل شوې وه، چې راتلونکې پارلماني، د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به د را روان لمریز کال په چنګاښ میاشت کې ترسره شي.

د ټاکنو کمیسیون په داسې حال کې د ټاکنو د ممکنه ځنډ خبره کوي، چې تازه بې بې سې په یوه څېړنه کې یو څه خوندي ساحه یوازې دېرش سلنه یاده کړې ده، په پاتې اویا سلنه کې یا طالبان واکمن یا يې له فعالیته اغېزمنه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x