hazart.m100

یو لمر څلور ستوري ــ څلورمه برخه

د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم غزاګانې

په مدينه منوره کې لا د حضرت محمد صلی الله عليه و آله وسلم دومره وخت نه و  وتلی، چې له قريشو او د هغوی له نورو ملګرو ډلو سره يې جنګونه  پېښ شول، د تاريخ ليکونکو ترمنځ هغه جنګ چې په خپله پکې حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم ګډون کړی وي، غزا؛ او هغه چې رسول الله صلی الله وعليه وسلم پکې ګډون نه وي کړی، د (سريه)پر نوم يادېږي. د حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم ټولې غزاګانې شپږويشت او سريې يې اته دېرش دي، مګر په ټولو کې يې يوولس غزاګانې ډېر مشهورې دي:

  د بدر غزا

د بدر مشهوره غزا د هجرت پر دويم کال د روژې مبارکې مياشتې پر اوولسمه نېټه پېښه شوه؛ د بدر د غزا دپېښېدو علت دادی، چې حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم څو تنه صحابان د ابوسفيان(د قريشو د مشر) پرقافلې د بريد لپاره ولېږل، چې بايد ټول مالونه يې ترې غنيمت کړل شي. اصلاً حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم د جګړې نيت نه درلود، مګر ابوسفيان د مکې مشرکينو ته حال ولېږه، او هغوی له زرو جنګياليو سره چې سل اسونه او اووه سوه اوښان ورسره وو، له مسلمانانو سره د جګړې لپاره راووتل؛مګر مسلمانان ټول څلور نيم سوه نفره وو،چې ډېری يې انصار وو، د دوی په ټول لښکر کې اووه اوښان او دوه اسان وو. حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم له خپلو ملګرو په تېره انصارو سره د جګړې اړوند مشوره وکړه، مهاجرينو د جګړې پر پلوي خپله خوښه څرګنده کړه، وروسته انصار هم پوی شول، چې زموږ نظر هم پوښتي، نو د انصارو مشر حضرت سعد بن معاذ رضی الله عنه وويل: يا رسول الله صلی الله عليه وسلم! موږ پر تا ايمان راوړی، تاسې مورښتيني ګڼلي ياست او پر دې مو شاهدي ور کړې، چې څه شی مو راوړي هغه حق دي، او په مقابل کې يې موږ له تاسې سره ژمنه کړې، چې خبرې به مو اورو او امر به مو منو، نو يارسول الله صلی الله عليه وسلم! هرچېرته چې ځئ حرکت وکړئ او موږ درسره يو؛ قسم مو دې پر هغه ذات وي، چې تاسې يې پر حقه رالېږلي ياست، چې که په اوبو کې دغرقېدو راته وواياست، يو به هم مخ وانه ړوو، بلکې ټول به ځانونه درسره ډوب کړو، موږ به په جګړه کې مقاومت کوو، او خپله رښتينولي اعلاموو، تمه موده، چې الله جل جلاله زموږ پر کړنو ستاسې سترګې يخې کړي، نو د الله جل جلاله په خوښه او برکت موږ روان کړه! ټولو انصارو يې د تايد غږونه پروته کړل، حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم خوشال شو او ويې فرمايل: نو د الله جل جلاله پر برکت حرکت وکړئ، زېری مې درباندې، چې هماغه ذات موږ ته دبري يا شهادت وعده راکړې ده.

حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم حرکت وکړ، د بدر تر اوبو لاندې يې واړول، يوصحابي حباب ابن منذر رضی الله عنه ورته وفرمايل:

 ـ  يارسول الله صلی الله وعليه وسلم! آيا د الله جل جلاله پر آمر مو دلته واړول، او که ستاسې شخصي نظراو جنګي تکتيک دی؟

حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم وفرمايل:

ـ  نه، دالله جل جلاله له اړخه وحی نه ده، بلکې شخصي نظر او جنګي تکتيک دی.

حباب ابن منذر رضی الله عنه تر دې يو مناسب ځای ورته په ګوته کړ، چې هغلته مسلمانانو اوبو په خپله استعمالولی اوله مشرکينو ساتلی شوای. حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم د ياد صحابي خبره ومنله او همالته يې واړول، چې رسول الله صلی الله وعليه وسلم ته يې يوه خېمه جوړه کړه، او هغه مبارک صفونه برابرکړل، او د مشرکينو پر مخامخ کېدو، جګړه پيل شوه.

د بدر د غزا پايله

دغه غزا د مسلمانانو پر بري تمامه شوه، چې پکې اويا نفره مشرکين مړه او اويا نور ژوندي ونيول شول. د مړو له دفنه وروسته حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم مدينې منورې ته تشريف يووړ او د بنديانو اړوند يې له اصحابو سره مشوره وکړه،  حضرت عمر فاروق رضی الله وعنه وفرمايل: هغوی بايد ټول ووژل شي. حضرت ابوبکر صديق رضی الله وعنه وفرمايل: هغوی بايد د فديې په بدل کې پرېښودل شي. حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم د ابوبکر صديق رضی الله وعنه مشوره قبوله کړه، او هغوی يې د فديې په بدل کې خوشي کړل.

  د احد غزا

د احد غزا د هجرت په درېيم کال د شوال پر پنځلسمه پېښه شوه، ځکه چې مشرکين تل د بدر د غچ اخېستنې په فکر کې وو، نو يو لوی درې زره کسيز لښکر يې تيار کړ، چې اوولس نورې ورسره ښځې وي، او په دې ښځو کې د عتبه لور او د ابوسفيان مېرمن هنده هم وه، چې پلار يې د بدر په وژل شويو کې وو. ټول لښکر د احد پر لوري وخوځيد. د حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم او ځينو اصحابو دغه مشوره وه، چې دوی بايد له مدينې ور ونه وځي، که چېرته مشرکينو پر مدينه حلمه وکړه بيا به يې دفاع وکړي. مګر ځينو نورو هغو انصارو او مهاجرينو اصحابو ـپه تېره هغو چې د بدر په غزا کې يې ګډون نه وکړی ـ ټينګار کاوه، چې بايد دښمن ته مخې ته ور ووځي او ورسره وجنګېږي.

حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم د هغو خبره ومنله او له زر کسيز لښکر سره وړاندې ور روان شول، کله چې د حرکت په وخت کې حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم د منافقينو له ريس عبدالله بن ابی سره ځينې يهودان د مسلمانانو په صفونو کې وليدل، نو ويې فرمايل: آيا هغوی مسلمانان شوي دي؟ چاورته وويل: نه. ويې وفرمايل: دوی دې بېرته وګرځي، موږ له کفارو پر کفارو مرسته نه غواړو.  د لارې په اوږدو کې يې هم له لښکره درې سوه نفره د ابن ابی سره بېرته راوګرځېدل، چې مسلمانان يواځې اووه سوه نفره پاتې شول. کله چې د احد دښتې ته ورسېدل، نو حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم غره ته شا او دښمن ته مخ کړه، د مسلمانانو صفونه يې برابر کړل، او يو يو قوماندان يې پرې وټاکه، وروسته يې پنځوس تنه غشي ويشتونکي د عبدالله بن جبير رضی الله وعنه پر مشرۍ د غره په يوه کنډو کې کېنول، او ورته ويې، وفرمايل، چې له شانه بايد مسلمانان وساتئ او پر مشرکينو غشي واوروئ، تر څو چې آمر نه وي درته شوی، بېخې بايد دغه ځای خوشي نه کړئ! جګړه پيل شوه او الله جل جلاله مسلمانان بريالي کړل، ځينې مشرکين يې ووژل او ځينې وتښتېدل،  مسلمانان د هغوی د تعقيب پرځای په غنيمت ټولونې اخته شول، د کنډو مسلمانانو چې دغه حالت وليد، نو ځينو يې وويل:چې الله جل جلاله خپل پيغمبر کامياب کړ، نو موږ دلته څه کوو، درځئ چې غنيمتونه راټول کړو! مشر يې د رسول الله صلی الله وعليه وسلم آمر ورياد کړ، چې بايد سنګر خوشي نه کړو، خو هغوی ويل: جګړه تمامه شوه، نو دلته څه کوو؟ حضرت عبدالله رضی الله عنه، له لسو نفرو مجاهدينو سره پاتې شو، نورڅلوېښت نفره ترې د غنيمت راټولولوپه پارښکته شول. او مورچل يې خوشي کړ.

خالدبن وليد، چې د مشرکانو قوماندان و، دغه کنډو تش وليد، له شايې پر مسلمانانو بريد وکړ او مسلمانان يې رامحاصره کړل، داسې اوازې خپرې شوې، چې حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم شهيد شو، ځينو مسلمانانو د دې خبرې پر اورېدو، صحنه پرېښوده او د مدينې پر خوا يې مخه ونيوه، په همدې وخت کې مشرکين حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم ته ډېر نږدې ورغلل، او دتېږوباران يې پرې جوړ کړو.رسول الله صلی وعليه وسلم بې هوښه پر ځمکه ولويد،زري خولۍ يې ماته شوه، لاندينۍ شونډه او بدن مبارک يې زخمي زخمي شول.مشرکين نږدې پرې راغلل مګر بېرته حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم له څومسلمانانو سره يوځای پرمشرکينو غبرګه حمله وکړه، ابی بن خلف مشرک قسم وخوړ، چې تر هغو به بېرته نه ګرځي، چې حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم يې نه وي شهيد کړی.

مګرد رسول الله صلی وعليه وسلم د نېزې کلک وار، هغه د ګور مېلمه کړ، په ټولو جنګونو کې حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم همدا يو کس وژلی دی. له مسلمانانو نه په اويا نفرو شهيدانو کې يو هم د حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم تره، حضرت حمزه رضی الله وعنه و،چې د ابوسفيان مېرمن هندې يې سينه مبارکه ور وڅيرله،حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم پرې ډېرزيات خپه شو. په دې غزاکې د کفارونه درويشت نفره ووژل شول.

د بنی نضيرغزا

بنی نضير د يهودو هغه طايفه ده، چې د مدينې منورې په څنګ کې له خزرج او مسلمانانو سره په تړون کې اوسېدله، مګر يهودو د خپل شرير طبيعت له مخې دغه تړون وشلاوه، داسې چې يوه ورځ حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم له خپلو څوملګرو سره د بني نضير په خوا لاړ،هغه مبارک يوه دېوال ته تکيه کړې کېناست، يهودو په خپل منځ کې د حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم د شهادت مشوره سره وکړه.هغوی يو نفر وټاکه، چې بايد پر رسول الله صلی الله وعليه وسلم له بامه يوه غټه تېږه راواچوي، چې پرې شهيد شي، مګرحضرت جبرايل عليه السلام، حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم ته د دوی د دې سترخيانت خبر ورکړ.او هغه مبارک خپ، چوپ مدينې منورې ته روان شو، ملګري يې له شاوخوا پلټنې وروسته مدينې ته پسې راغلل.

حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم بنی نضير ته د دې ستر خيانت په خاطر امر وکړ، چې بايد مدينه خوشي کړي، هغوی هم ومنله، مګر د منافقانو ريس عبدالله بن ابی پيغام ورته ولېږه، چې بايد مدينه خوشي نه کړئ، تاسې  له محمد سره وجنګېږئ، زه دوه زره نفره مرسته درسره کوم! هغوی هم په خپلو کلاګانو کې سنګرونه ونيول او حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم ته يې حال ولېږه، چې موږ له مدينې نه وځو، څه چې کولای شئ ويې کړئ! حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم له خپلو ملګرو سره پر هغوی بريد وکړ، هغوی هم له خپلو کلاګانو پرې د تېږو او غشو وارونه کول، مګر د منافقانو د مرستې درک نه و، حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم پرې محاصره تنګه کړه، خو هغوی هم پرېښودونکي نه وو، وروسته حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم آمر وکړ، چې ونې يې ووهئ! هغوی چې کله خپلې شنې ونې چترېدونکې وليدې، نو نارې يې کړې: موږ د مدينې پرېښودو ته تيار يو.

حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم ورته وفرمايل: په دې شرط مو پرېږدو، چې له ځان سره به سلاح نه وړئ، او له خپلې شتمنۍ نه هومره يوسئ، چې څومره اوښ وړلای شي، او ستاسې وينې محفوظې دي.څاڅکی به هم توی نه شي. يهودو دخپل شوم طبيعت له مخې آن کورونه وران کړل او دروازې يې لاهم ورسره يووړلې، چې د مسلمانانو پرښه ورنه شي.ځينې خيبر او ځينې په شام کې د جرش طايفې ته ورغلل.

پاتې شته

لیکوال: مصطفی السباعی

ژباړن: دادمحمد ناوک

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د