افغانستان

څېړنه: ډېری ځوانان پر راتلونکو ټاکنو باور نه لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د افغانستان د ځوانان ملي او ټولنیزې مؤسسې پخپله تازه څېړنه کې ويلي، ډېری ځوانان پر راتلونکو ټاکنو باور نه لري.

د دې مؤسسې سرپرست محمد فهیم بارکزي په کابل کې یوې خبري غونډې ته وويل، دوی په دې څېړنه باندې یو نیم کال کار کړی او له لسګونو ځوانانو سره يې خبرې کړې دي.

د بارکزي په وينا د دوی د څېړنو له مخې اتیا سلنه ځوانان پر راتلونکو ټاکنو اصلاً باور نه لري.

د هغه په خبره تېرو ناندرییزو ټاکنو، په دولت کې شته فساد ا و د دولت له لوري ځوانانو ته په کمه سترګه کتل هغه علتونه دي چې راتلونکې ټاکنې يې بې باوره کړې دي.

د دې مؤسسې بل غړي نوروز حسيني وویل، دولت تل له ځوانانو نه د وسیلې په توګه کار اخیستی دی.

د هغه په خبره که حکومت نیت لري چې د راتلونکو ټاکنو اړوند د ځوانانو بې باوري یو څه کمه کړي، باید د ټاکنیزو کمیسیونونو خپلواکي وساتل شي.

دغه څېړنه په داسې حال کې رسنیزه کېږي، چې تېره ورځ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد وویل، د ځينو علتونو له امله ښايي ټاکنې پر خپل وخت ترسره نه شي.

صیاد وویل، د کمیسیون د غړو ناوخته ټاکل کېدل، د نویو رایه ورکوونکو لپاره د تذکرو وېش او ځينې اداري ستونزې هغه څه دي، چې ښايي ټاکنې تر خپل وخت یو څه وځنډوي.

ټاکل شوې وه راتلونکې پارلماني، د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د را روان لمریز کال په چنګاښ کې ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x