د پوځي تمریناتو پر مهال نږدې دوه سوه امریکايي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): امريکايي چارواکي وايي، پر جګړې سربېره د دې هېواد د پوځيانو لپاره پوځي تمرینات هم مرګوني تمام شوي دي.

د امریکا د استازو د جرګې مشر پاول راین وايي په تېرو دوو کلونو کې ۱۸۹ امریکايي عسکر د تمریناتو پر مهال وژل شوي دي.

هغه وايي، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې ۱۰۹ تنه او په ۲۰۱۷ میلادي کال کې ۸۰ تنه پوځیان د تمریناتو پر مهال وژل شوي.

د راین په خبره امريکايي عسکر د سختو پوځي تمریناتو او د وسلو د زړښت له امله د تمریناتو پر مهال له مرګ ژوبلې سره مخ کېږي.

دا په داسې حال کې دی چې امریکايي چارواکي په تېر میلادي کال کې په افغانستان کې د ۱۵ عسکرو او وړم کال د ۱۴ تنو د وژل کېدو پخلی کوي.

تر دې وړاندې هم امریکايي پوځي چارواکو د خپلو جنګي الوتکو په تړاو ویلي و، چې تر ټاکلي حد يې زرګونه ساعته ډېر پروازونه کړي، چې بیا جوړېدنې ته اړتیا لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د