افغانستان

خواجه اصف: امریکا او ناټو په افغانستان کې ماتې خوړلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وايي، امریکا او ناټو په افغانستان کې ماتې خوړلې ده.

آوا، خبري بنسټ د دې پاکستاني چارواکي په حواله وايي، چې امریکا او ناټو ونه شو کولی چې په افغانستان کې امنیت راولي.

خواجه اصف ښايي د بې بې سې تازه څېړنې ته اشاره کړې وې، ويلي يې دي چې دم ګړۍ د هېواد اویا سلنه خاوره د طالبانو په لاس کې ده او امریکا يې پر وړاندې ناکامه ده.

هغه د پاکستاني چارواکو خبره تکرار کړه، چې «تروریستان» په پاکستان کې پټنځايونه نه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ويلي، د امریکا او ناټو لپاره یوازې د امنیت راوستو لپاره یوه لار پاتې ده، چې کابل باید له اسلام اباد سره همکاري وکړي.

هغه پر ډېورنډ کرښه د موانعو پر ارزښت ټينګار کړی او ويلي يې دي چې باید دواړه ګاونډي هېوادونه د خوندیتوب لپاره سره همکار واوسي.

دا په داسې حال کې دی، چې تېره ورځ د کونړ پر دانګام ولسوالۍ د پاکستان په لسګونو توغندیو کې څلور تنه ژوبل شول.

په ورته وخت کې پاکستاني ځواکونو د پکتیا په ډنډ پټان کې هڅه کوله، په صفري نقطه پوستې جوړې کړې، چې د پکتیا سیمه ییزو چارواکو يې د مخنیوي دعوه وکړه.

څو ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغی او دا يې د ګډې همکارۍ د پروسې لړۍ وبلله.

تېره اوونۍ د بهرنیو چارو وزارت وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت رییس پاکستان ته لاړل او د ځینو سرچينو په وینا د ځينو پېښو شواهد يې پاکستاني اړخ ته سپارلي دي.

افغان چارواکي دعوه کوي چې د افغانستان په نا امنۍ کې پاکستان لاس لري، چې دې هېواد پرلپسې دا تورونه رد کړي دي، خو ژمنه يې کړې چې د دوی له خوا ورسپارل شوي اسناد به په دقت وګوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x